ټرمپ د امریکا دفاع وزیر له دندې لرې کړ

ټرمپ د امریکا دفاع وزیر له دندې لرې کړ


  • 1 کال دمخه (10/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 400

ټرمپ د امریکا ددفاع وزیر له دندې لرې کړ.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، له څو میاشتو راهیسې د ټرمپ او مارک ایسپیر ترمنځ اړیکې ترینګلې وې او ټرمپ پخپل نوي اقدام کې نوموړی له دندې ګوښه کړل او د پنټاګون د ترهګرۍ ضد مرکز ریئس کرستوفر مېلر یې ددفاع وزیر ټاکلی.ټرمپ د ایسپیر له فعالیتونو مننه کړې او نوي وزیر ته د بریا هیله لري.

باید یاده شي چې ټرمپ په داسې وخت کې د امریکا دفاع وزیر له دندې ګوښه کوي، چې تازه یې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې خوړلې