د حامد الحق پر څرګندونو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د حامد الحق پر څرګندونو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون


  • 1 کال دمخه (08/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 496

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حقانیې مدرسې د مشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کابل کې د پاکستان سفارت ته اعتراض کړی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او وروستيو تحولاتو په اړه د پاکستان د حقانيه مدرسې د مشر حامد الحق څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان سفارت ته اعتراض کړى دى او دغه څرګندونې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.