سمیت: ټرمپ د فشار له امله د ځواکونو ایستلو پریکړه کړې

سمیت: ټرمپ د فشار له امله د ځواکونو ایستلو پریکړه کړې


  • 3 کاله دمخه (30/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1056

 

ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په بېړني ډول د ځواکونو ایستلو پرېکړه د کورني فشار له امله کړې ده.

د امریکا د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې رئیس د ولسمشر ټرمپ لخوا له افغانستان څخه په عاجله توګه د امریکايي ځواکونو ایستلو پرېکړه د کورني فشار له امله بولي.
ادم سمیت په یوې تازه مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه باید شرایطو ته په کتو او تدریجي ډول ووځي ځکه بېړنی خروج به ځواکونه او تجهیزات له خطر سره مخ کړي.

په ورته مهال د ملي شورا غړي هم ټینګار کوي چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه په مسئولانه  ډول ووځي او تر شا پرېښودونکي پوځي تجهیزات او تاسیسات افغان لوري ته وسپاري.

اونۍ وړاندې د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر تر راتلونکي نوي میلادي کال پورې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکايي سرتېرو داېستلو اعلان وکړ، خو د دې هېواد د ګانګرس د پوځي خدماتو کمېټه بیا دا اعلان د عامه افکارو د فشار له امله بولي.

د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې رئیس پخپلې یوه تازه مرکه کې ویلي چې ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستلو په برخه کې جدي دی خو امریکا له افغانستان سره ځانګړي تعهدات لري.