‏په کابل کې د استقلال لېسې زده کوونکو د فرانسې پرضد لاریون وکړ.

‏په کابل کې د استقلال لېسې زده کوونکو د فرانسې پرضد لاریون وکړ.


  • 9 مياشتي دمخه (28/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 251

دغو لاریون کوونکو, چې د فرانسې د ولسمشر پرضد یې شعارونه ورکول ويل، چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اسلام ته سپکاوی کړی او باید له مسلمانانو بښنه وغواړي. 

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون د هغه کارتون د خپرولو ننګه کړې، چې څو ورځې وړاندې د همدې هېواد په يوه ښوونځي کې د تاريخ د يوه ښوونکي لخوا زده کوونکو ته ښودل شوى ٶ.

لدې وړاندې هم په يو شمېر هېوادونو کې د ولسمشر مکرون د خبرو پر ضد لاريونونه ترسره شوي، او حتى د فرانسوي محصولاتو له اخيستلو يې هم خپل خلک منع کړي دي.