هرات کې د سړک غاړې دوه ماین چاودنو له امله ۹ پولیس ټپیان شوي

هرات کې د سړک غاړې دوه ماین چاودنو له امله ۹ پولیس ټپیان شوي


  • 1 کال دمخه (28/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 435

 

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د سړک غاړې دوه ماین چاودنو له امله ۹ پولیس ټپیان شوي.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په لومړۍ پیښه کې پنځه پولیس هغه مهال ټپیان شول کله چې د دوی موټر د کشک کهنه ولسوالۍ د بند بابا په سیمه کې پر یو ماین وربرابر شو.

د نوموړي په وینا دویمه چاودنه د انجیل ولسوالۍ په کمرکلاغ سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي.

چارواکي وايي په ټپیانو کې د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان هم شامل دی.