د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو بریدونه

د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو بریدونه


  • 11 مياشتي دمخه (28/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 509

 

وسله والو طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي.
د سیمې اوسیدونکي وایي وسله والو طالبانو له تیرې ورځې راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ چهار غلبه، جوي لاهور، ناصران، برات کلا او ګڼې نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.
خو د کندهار امنیه قومانداني وایي، د ولسوالۍ په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله والو طالبانو د ملکي خلکو په کورنو کې سنګرونه نیولي او افغان ګډ ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په ډير احتیاط مخ ته ځي.