بریتانوۍ مېرمن کیټلن مکنمارا:  د اماراتو کلتور وزیر نهیان بن مبارک راباندې جنسي تېری کړی

بریتانوۍ مېرمن کیټلن مکنمارا: د اماراتو کلتور وزیر نهیان بن مبارک راباندې جنسي تېری کړی


  • 8 مياشتي دمخه (20/10/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 265

بریتانوۍ مېرمن کیټلن مکنمارا:

د اماراتو کلتور وزیر نهیان بن مبارک راباندې جنسي تېری کړی

32 کلنه بریتاونۍ مېرمن کیټلن وايي: د اماراتو کلتور وزیر او شاهي خاندان غړي شيخ نهیان بن مبارک راباندې جنسي تېری کړی.

هغه وايي: نهیان د تېرې فبروۍ میاشت کې یو ځانګړې ناستې ته وبللم، د شپې یې راباندې جنسي تېری وکړ.

نهیان وايي: ما پرې جنسي تېری نه دی کړی، کټلن دروغ وايي.

د اماراتو بهرنیو چارو وزارت وايي: دا د نهیان او کیټلن خپلمنځي مسله ده، موږ په کې کار نه لرو

د کرونا ويروس خپرېدو څخه وړاندې کیټلن د خپل ټیم سره ابو ظهبۍ ته د څلور ورځنۍ ثقافتي مېلې (هی) ته په لومړي ځل تللې وه.

دغه ثقافتي مېله د نهیان په مالي لګښت جوړه شوې وه چې په کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ادیبانو، سندرغاړو او فلمي لوبغاړو ګډون کړی و.

***