د افغانستان د کرکټ او کرکټ بورډ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • جعفر هاند
  • 293

 د افغانستان د کرکټ او کرکټ بورډ په اړه مې د «روڼتیا څار» تحقیقي راپور ولوست. د راپور لیکوال مشتقاق رحیم دی. د راپور ژبه دومره ساده ده چې په کرکټ پوه او ناپوه پرې په اسانه پوهېدای شي. د راپور لیکلو په میتود او نورو برخو په اړه مې خپل نظر له لیکوال سره شریک کړ، خو دلته د راپور مهم ټکي‌ یادوم.

د راپور هدف:
 
راپور د دریو مهمو هدفونو لپاره لیکل شوی:
- په کرکټ بورډ کې د پالیسیو د ترتیب، روڼتیا او حسابدهي معلومول او مستند کول؛ په افغانستان کې د ښځو کرکټ د ودې د هڅو اروزل او په کرکټ بورډ باندې د ولس د باور زیاتول دي. په هرې مسئلې باندې تفصیلي بحث شوی.
په بورډ کې ګمارنې:
د څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په عملي برخه کې له پامه غورځول شوی او په بورډ کې «اکثریت کسان» د اداري‌ تګلارو او پالیسو پرته ګومارل شوي. په بله وینا د لوړ پوړيو چارواکو له لوري «انتصاب» شوي او راپور وايي چې بورډ له اړتیا پرته ډېر ماموران لري.
 
سیاسي مداخله او ګډوډي:
په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۰۹ کې جوړ شوی خو اساسنامه یې په ۲۰۱۶ کې اساسنامه تصویب کړې ده؟ د اساسنامې په اساس ولسمشر غني د بورډ اعلی مشر دی چې د «اړتیا پر مهال» د بورډ د مشرانو دګمارلو او لېرې کولو صلاحیت لري. په اساسنامه کې د «بورډ د غړو لپاره د خدمت ځانګړې موده نه ده ټاکل شوې، په دې معنا چې د غړو مقرري زماني محدودیت نه لري او نه یې په ټاکلو کې کوم «رسمي میکانیزم» موجود دی. په داسې حال کې چې د پاکستان،‌ هند او نورو هېوادونو په ګډون د بورډ مشران او نور لوړ پوړي چارواکي د یوې اداري پلاوي له لوري د مشخص زمان لپاره ټاکل کیږي او لېرې کیږي.
 
په کرکټ بورډ باندې سیاسي معامله:
د دغه څېړنیز راپور موندنې ښيي‌ چې ولسمشر د بورډ مشران د سیاسي جوړجاړي په اساس ټاکلي دي ‌او هېڅ ډول اداري‌ اصول او میکانیزم په کې په کې په پام کې نه دی نیول شوی. د بورډ یو پخواني مشر ویلي‌ دي چې ولسمشر ماته د بورډ مشري ځکه «تحفه» کې راکړه چې په ټاکنو کې یې ورته کمپاین کړی و. وايي یو مشر لېرې شوی او بل راغلی دی، خو د مخکني مشر حساب هېڅ تصفیه شوی نه دی. هېڅوک نپوهیږي چې احمد ولې لېرې شو او محمود ولې راوستل شو؟ په کرکټ کې سیاسي معامله!
 
نیمګړي میدانونه:
راپور وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ په ۱۱ ولایتونو کې په مختلفو وختونو کې د کرکټ د لوبغالو د جوړېدو اعلانونه کړي‌ دي خو لا هم دا میدانونه نیمګړي‌دي. په راپور کې د هر میدان په اړه تفصیلي معلومات شته. وايي د بودیجې او پېسو لګولو په اړه یې بورډ ولس ته معلومات نه دي‌ورکړي‌ او نه یې هم په خپل ویبسایټ کې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.
د سینر لوبغاړو خپلسري او خپلولي پالل:
وايي اکثریت سینر لوبغاړي په داخلي سیالیو کې برخه نه اخلي او دا یو ډول کثر شان ګڼي. وايي په داخلي لوبو کې د دغو لوبغاړو برخه اخیستل د کرکټ د ودې لپاره بیخي ډېر اهمیت لري، چې له یوې خوا لوبو ته کتونکي را جلبیږي او له بل پلوه نویو را ټوکېدونکو لوبغاړو ته د زده کړې چانس ورکوي. خو سینیر لوبغاړي د کورنیو لوبو په ځای په سوداګریزو لیګونو کې لوبېدو ته ترجیح ورکوي. د تېرو پنځو کلونو په موده کې، په لوبو کې د لوبغاړو د برخې اخیستو یو تحلیل ښيي، چې یوازې هغو سینیر لوبغاړو په کورني کرکټ کې لوبې کړي د خپلو ټکنیو کړنو له کبله له لوبډلې بهر شوي دي. همدغه راز په ملي لوبډلو کې ۱۹ داسې لوبغاړي شته چې د یوې کورنۍ غړي ‌دي. وايي دغو لوبغاړو د بااستعداده لوبغاړو په ځای خپل او خپلوان په لوبډلو کې شاملوي.
 
ډسپلین انضباط:
د راپور په اساس داسې قضیې شته چې لوبغاړو له ډېرو کوچنیو انضباطي معیارونو څخه جدي سرغړونې کړې دي، خو د دوی پر وړاندې هېڅ ډول انضباطي ګام نه دی پورته شوی. په دغه برخه کې له کپتانۍ د اصغر له لېرې کېدو وروسته د راشد خان او محمد نبي ټویټونو یادونه شوې ده چې د راپور په اساس بورډ د هغوی په ضد هېڅ اقدام ونشو کړی، خو بر عکس افتاب علم او شهزاد یې له نړیوال جام څخه راستانه کړل.
وايي د ډسپلین په کمېټه هم د سینر لوبغاړو خلاف د اقدام کولو جرات نکوي چې دا په خپله یو ډول اداري فساد دي.
دغه تحقیقي‌او څېړنیز راپور په دریو ژبو پښتو، دري‌او انګلیسي‌ کې خپاره شوي‌او په پایل کې د کرکټ‌بورډ او کرکټ‌ د ښه والي لپاره ۱۳ وړاندیزونه هم لري. که غواړئ پوره راپور یې ولولئ.
څوک شته چې دا راپور ولسمشر غني مخې ته کېږدي؟