د سولې پروسې مهم پړاو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 988

 دا ځل به قطر او جرمني هم د بین‌الافغاني خبرو کوربانه وي


د امریکا او طالبانو استازي د شاوخوا ۸ میاشتو په تېرېدو او له شپږو پړاوونو مخامخ خبرو وروسته په اووم هغه کې بالاخره د بین ‌الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

تر دې مخکې ټینګار پر دې و چې د نورو هېوادونو تر منځ خبرې اترې د سولې پروسه نه‌شې بریالۍ کولای او په کار ده چې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې سره کېني.

ټاکل شوې قطر او جرمني د راتلونکې اوونۍ د یک‌شنبې او دوشنبې په ورځو د سولې بین‌ الافغاني خبرو اترو کوربه وي. د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د جولای میاشتې پر اوومه او اتمه نېټه به قطر او جرمني په ګډه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو کوربانه وي، خو د خبرپاڼې له مخې، په ‌دې ناسته کې ګډون به انفرادي یا شخصي وي.

داسې ښکاري چې یو شمېر افغان چارواکي به په دغه ناسته کې ګډون وکړي، خو هلته به د افغان حکومت استازولي نه کوي. د جرمني ځانګړي استازي د خبرو دا پړاو د سولې لپاره یو ښه فرصت بللی او ټینګار یې کړی چې افغانان باید په خپلو کې سره کېني او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

که څه هم افغان حکومت له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی په یاده غونډه کې ګډون نه کوي او نه هم کوم رول په‌کې لري، خو د بهرنیو چارو وزارت دوې ورځې وړاندې په راتلونکیو دوو اوونیو کې د بین‌ الافغاني خبرو اترو د پیل خبر ورکړی و.

خو د راپورونو له مخې، په دغو بین ‌الافغاني خبرو اترو کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی او هغه ته نږدې کسان او په مسکو او پاکستان کې د دريوو غونډو ګډونوال به په دغو خبرو اترو کې ګډون نه کوي، بلکې یوازې د حکومت او طالبانو استازي چې شمېر به یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته رسېږي، پر افغان سولې خبرې کوي، خو دا خبرې به د حکومت یا طالبانو د استازیو په توګه نه وي.

اوس د نړیوالو او سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغان سولې پروسه خپل اصلي پړاو ته رسېدلې او د دغه پړاو له پیل او مثبتو پایلو سره به په هېواد کې روانه جګړه چې قرباني یې افغانان ورکوي، پای ته ورسېږي.

د نړیوالو چارو شنونکی انتظار خادم وايي، که څه هم د افغان سولې پروسې اوس تر یوه بریده مزل کړی او ټاکل شوې خپل اصلي پړاو ته چې د بین‌ الافغاني خبرو اترو پیل دی، ورسېږي، خو ښکېلو اړخونو ته په ‌کار ده چې دا پروسه ښه مدیریت کړي.

د هغه په وینا، افغان حکومت، امریکا او طالبان د دې پروسې هغه درې اړخونه دي چې د دوی په دقت، مدیریت او انعطاف به دا پروسه تر منزله رسېږي، خو په وینا یې، که داسې و نه شول، ښايي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو اوسنی فرصت له لاسه ورکړو او افغانان به بیا هم د جګړې په اور کې سوځي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون که څه هم د بین‌ الافغاني خبرو اترو پیل ته خوشبینه دی، خو وايي چې د دې پروسې مدیریت باید افغان حکومت وکړي، نه هغه کسان او ډلې چې له کلونو راهیسې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي لامل ګرځېدلي او اوس هم هڅه کوي د سولې له روانې پروسې د خپلو موخو او ګټو لپاره کار واخلي.

تړون وايي، افغانان له جګړې ستړي او د سولې تږي دي او په‌ کار ده چې ښکېل اړخونه یې نور د پردیو اجنډاوو، غوښتنو او لارښوونو پر ځای، په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې له دغه فرصته پوره ګټه واخلي او د خلکو هیلې او غوښتنې پوره کړي.

د ده په وینا، د افغان سولې پروسه چې څومره افغاني رنګ اخلي، هماغومره یې د بریا چانس زیاتېږي او افغان حکومت او طالبانو ته په ‌کار ده چې د بریا لپاره یې په خپلو کې پوره انعطاف وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو استازیو تر دې وړاندې شپږ ځله په خپلو کې پر افغان سولې غږېدلي وو او دغه راز یو شمېر افغان سیاستوال او طالبان هم درې ځله په مسکو او لاهور کې سره جرګه شوي وو، خو د پام وړ پایله یې له ځانه سره نه‌ لرله. اوس به ولیدل شي چې راتلونکې بین‌ الافغاني غونډه چې د حکومت او طالبانو د استازیو تر منځ به جوړېږي، څومره د افغان سولې لپاره ګټوره تمامېدای شي او ایا د دغو لوریو تر منځ پیلېدونکي مذاکرات به دوام وکړي او لازمې پایلې ته به ورسېږي او که‌ نه؟
سرخط ورځپاڼه