رولا غني او افغاني ارزښتونه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • انجنېر محمد رفیق رفیق
  • 1140

 د ولسمشر مېرمنې رولا غني په واشنګټن کې د سولې انستیټیوټ ته ویلي چې "د مجاهدینو مشران او ګلبدین حکمتیار زاړه شوي او د عمر وروستیو شېبو ته رسېدلي دي، که هغوی غواړي افغانستان ته راشي او خپل ژوند په خپل زېږن‌ځای کې پای ته ورسوي، دا انساني کار دی چې هغوی ته اجازه ورکړه شي او شرطونه ورته کېښودل شي."

د لومړۍ مېرمنې دې څرګندونو د مجاهدینو، یا په بل عبارت جنګسالارانو پر مغزو زلزله راوستې؛ دې وینا د توپکي طرز تفکر بېخ داسې لړزولی چې هغه د جبر و تشدد شعاریان خو پرېږده چې مغزي سکتې ته یې نژدې کړي، بلکې هغوی چې ظاهراً یې د سواد، مدنیت او شعور اکټونه کول، خو په اصل کې یې سرشت له همدغه پردي‌پالي افراطي خشونت څخه رغښت موندلی، هغوی یې هم راوپارول او یو وار بیا یې د هغوی له مخه د قانونیت، ډېموکراسي او مدنیت نقابونه پورته کړل او د هغوی اصلي خشن هویت و متشدد ماهیت یې یو ځل بیا راښکاره کړ، زه یې دلته د ځوان روشنفکر نسل د لا روښانتیا، زده‌کړې او ژور تفکر لپاره یو دوې بېلګې له شننې سره یو ځای راوړم.
یو- ویسا ورځپاڼه، چې ځان د همدغه ډول جهادي ارزښتونو د دفاع سنګر بولي، د رولا غني د خبرو د رد لپاره یې، د دوی په اصطلاح د جهادي مشر ډاکټر فاروق اعظم نظر پوښتلی: 
"مجاهدینو دغه هېواد د خپلو وینو په نذرانه ازاد کړی دی، مجاهدین او مشران یې له ټولو غلطیو سره په هېواد کې تر هر چا زیات د باعزته ژوند حق لري او مجاهدین د دې هېواد عزت دی، دوی تر هر چا زیات د ولس د رهبرۍ او زعامت حقدار دي."
دا اوس یوه پراخه سوژه او د کتابو بحث وړ ده، خو دلته مجبور چې یو ه لنډکۍ تبصره پرې وکړو.
زه نه پوهېږم چې دا خلک د تمدن، بیان ازادي، ډېموکراسي، منطق او استدلال په دې روښانه دنیا کې لا څنګه جرات کولای شي چې هغه ضد و نقیض خرافات وږغوي چې سړی یې په لیدو و اورېدو له شرمه په اوبو کې خوله کېږي؛ دوی ازادي څه ته وايي؟ هېواد یې له چا ازاد کړ؟ د دې ازادۍ نتېجه څه وه؟ ګټه یې چا یووړه او زیان یې چا ته پاتې شو؟ دا او ډېري نورې، هغه پوښتنې دي چې اصلاً جواب ته ځکه ضرورت نه لري چې ډېرې بدیهي دي او دا د نژدې پرون او تر ننه متداومې خبرې دي او زموږ زوړ و ځوان یې په خپلو سترګو ویني و اوري.
دا چې ښاغلی اعظم مجاهدین له ټولو غلطیو سره تر ټولو زیات د عزت وړ بولي، نو له دې ماشومانه نظر سره به څه کوې؟ هغوی څنګه د وطن عزت بللای شو چې د دوی په خپل اعتراف سره یې د وطن عزت لیلام کړ، د وطن پر ناموس یې په سپینه ورځ، پرته له کوم شرم و حیا څخه، مخامخ غوبلونه جوړ کړل، په کابل او نورو ښارو کې د فاروق اعظم په وینا باعزته مجاهدینو د وطن د معصومو لوڼو پر عصمت و عزت تجاوزونه وکړل او د ده په لوی کندهار کې يې همدغو تر هر چا زیات د باعزته ژوند حق لرونکيو جهادیانو د هلکانو پر شرف و شخصیت یرغلونه وکړل او دا مادي و معنوي فاجعې خو د همدغو د ولس د رهبرۍ او زعامت د حقدارو د حاکمیت په دوران کې رامنځ‌ته شوې؛ ایا ډاکټر فاروق اعظم خو به په رواني کوما کې نه وي چې نن سبا سترګې پټې خوله خلاصه کړي او هر هزلیات چې یې تر مبارکه راوایستل راویي ایستل؟
دوه- ویسا ورځپاڼې هم د خپلې غوایي د ۲۶- مې ګڼې په سرلیکنه کې د ورته هزلیاتو په کثافاتو کې نور هم لرګی وهلی او خپله د کوريج ساحه یې په لا زیاتو بویونو مسمومه کړې ده، یو څو ټکي یې درسره شریکوو اوشنو؛
الف- "پرون چې د لومړۍ مېرمن رولا غني کومې خبرې له طلوع ټلوېزیوني چېنل څخه خپرې شوې، مجاهدینو او جهادي مشرانو ته له سپکاوي پرته بل مفهوم نه لري."
ایا تاسې د دغو جهادي مشرانو په قاموس کې د درنښت کلمه په نښه کولای شئ؟ ایا دوی چې د جهاد او ازادۍ په نوم کومه سپکه افغانستان او افغاني ارزښتو ته واړوله، بله بېلګه یې د دنیا په تاریخ کې ښوولای شئ؟ ایا دوی چې ځانونه خپله څومره سپک کړل، بل څوک یې دومره سپکولای شي؟ د سپکو به څه سپک شي؟
ب- "دې ټول جهادي مشران د حکمتیار په شمول نور (تېر وخته) وبلل چې ګواکې په افغانستان کې یوازې د ژوند حق لري، نور په سیاست کې د مداخلې حق نه لري."
وایي چې ځوان یې په کلي کې نه پرېښود، خو ده ویل اس مې د خان کره وتړئ، رولا غني اوس هم د افغانانو په حق کې بې‌انصافي کړې ده چې دغه ډول جهادي مشرانو ته په افغانستان کې د ژوند په حق قایله شوې، که نه نو که انصاف و عدالت وي، دوی سیاست څه چې د ژوند کولو حق هم نه لري، دوی باید د انتقالي عدالت پنجرې ته ورټېل وهل شي؛ اوس خو تر وخت تېر دي چې تېر دي، دوی ان هغه د خپل اوج و موج په وخت کې لا هم اکسپایر ول او دا چې د افغانستان ارګانيزم یې څنګه مسموم کړ، نو ټول یې نندارچیان یوو.
ج- "که خبره د ارزښتونو وي، دا به ومنو چې جهادي زعامت ډېرې لويې غلطۍ کړې.... بیا تکراروو چې د جهادي مشرتابه غلطۍ نه د توجیه وړ دي او نه د پټېدو."
چې کله واقعیت تر دې بریده بربنډ او خپله د همدغو په اصطلاح جهادیانو په خوله د دغسې اعتراف وړ وي او ورسره د توجیه وړ نه وي، نو بیا د فاروق اعظم او ویسا ورځپاڼې دا ساده لوحانه غوغا څه مانا لري؟
د- "جهاد د ټول ولس ویاړ و.... زموږ ولس مجاهد دی او په رهبري او اداره کې به یې مجاهد ونډه لري."
کله چې ټول ولس مجاهد وي، بیا خو نو اداره له همدې مجاهد ولسه جوړه ده، دلته خو نه خلایي مخلوق راغلی او نه هم کوم اجنبي، بلکې همدا افغان ولس دی چې خپله اداره یې فعاله کړې، دلته نو بیا د چيغو څه ضرورت؟ خو که له مجاهده مطلب یوازې هغه جهادي زعامت وي چې دوی یې خپله د نه توجیه وړ غلطیو مرتکب بولي، بیا نو سړی نه پوهېږي چې بېسوادي و سرناخلاصي ته څنګه حد وټاکي؟ او دا خو لا بېل بحث دی چې ایا دا جهاد فی سبیل الله وو که فی سبیل النفس و الشیطان؟
ه- "ډېره ګرانه ده چې دې ولس ته دې د یوې لسیزې برمیال جهاد د زعامت د برخلیک په باب د رولا غني پرېکړې د منلو شي."
زموږ دا په مالیخولیا اخته یاران لا هم د فیل په غوږ کې بيده دي؛ شرم دی چې دوی لا هم متوجه نه دي چې ولس خپل برخلیک وختي لا ټاکلی او محمد اشرف غني او رولا غني یې لا د وخته د هغوی له ټولو افکارو، برنامو او بېکګراونډ سره په خورا شور و شوق د اول سړي او لومړۍ مېرمنې په صفت ټاکلي و منلي دي؛ د جهادي زعامت او روشنفکر لېډرشیپ تر منځ د انتخاب فیصله افغان ولس لا د وخته کړې ده؛ اشرف غني و رولا غني به د ویسا و ډاکتر اعظم په نظر د ولس په ارزښتو و برخلیک ور شریک نه وي، خو ملت دغه دوه روښان افغانان د جهادي زعامت په ناتار کې د خپل ټول افغاني شرف و شېرازي د بربادۍ د بیا احیا یوازېني چاره سازان ګڼي.
و- "..... دا (رولا غني) زموږ د ټولنې له ارزښتونو، تاریخ او ملي هویت سره اشنا نه ده."
او دایې د تاریخ یو بل تریخ طنز؛ جهادیان او جهادي رهبران خو له دې هر څه سره اشنا ول او ویسا خپله لیکلي: "که خبره د ارزښتونو وي، دا به ومنو چې جهادي زعامت ډېرې لويې غلطۍ وکړې." که خبره د ارزښتونو نه وي، نو د څه به وي؟ د دې مانا خو دا ده چې ارزښتونه مهم نه دي.
هیله ده چې زموږ ځوان، روښان او د عقلانیت پر انساني لار روان نسل د خپل دغه تر وخت تېر، ګډوډ، د پردیو استخباراتو په پنډغالو کې روزلي و اوسېدلي او معامله ګر و بې‌منطقه نسل څخه هم درس واخلي او هم په تدبر و درایت سره یې له شره ځان خلاص کړي؛ هغه د سلیمان لایق خبره؛
زموږ بې‌رنګه او بې‌خونده ژوند به تېر شي
سم ملت او نوی ژوند به را برسېر شي
ولې هيڅکله به نه شي چې له خلکو
زموږ بې‌رنګه او بې‌خونده ژوندون هېر شي
سرخط‬ ورځپاڼه