د پسرلنیو بریدونو وخت تېر دی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سمیع الله ارین
  • 291

 لکه یو وخت چې ځینو لوېدیځو رسنیو په خپلو تبلیغاتو له ۲۰۱۴ کال څخه یوه توره بلا جوړه کړې وه او خلکو فکر کاوه چې په ۲۰۱۴ کال کې به خدای ناخواسته افغانستان سقوط کوي او افغانان به یو ځل بیا له سختو ستونزو سره مخ کېږي، خلکو وېره لرله چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۳۷۱ لمريز کال تنظیمي دوران ته ورستون نه شي. خو له نېکه‌مرغه نه یوازې داسې و نه شول بلکې افغانان په زیاتو ډګرونو کې نویو بریالیتوبونو ته هم ورسېدل. سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له وجې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې خو نه په ۲۰۱۴ م کال او نه هم په وروسته کلونو کې داسې کومه بده پېښه وشوه چې سړی ډېر ورته خواشینی شي.

له څه مودې راهیسې د افغان دولت وسله‌وال مخالفان او د هغوی نړیوال استخباراتي ملاتړي او تړلې رسنۍ افغانان د طالبانو له پسرلنیو بریدونو ډاروي. دوی هره ورځ د وسله‌والو مخالفانو د پسرلنیو بریدونو یادونه کوي. د پسرلنیو بریدونو اوازو او خبرو یو وخت په اصطلاح بازار درلود او خلکو منلای شوای خو اوس د دا ډول خبرو وخت تېر دی. پخوا به هر کال په ژمي کې طالبان په پاکستان کې خپلو ځالو ته کډه کېدل او دلته په افغانستان کې به جګړې درېدلې خو د پسرلي په را رسېدو به یې د پسرلنیو بریدونو په نوم جګړو ته بیا زور ورکاوه. سږ کال هم دا اوازې دي، خو له یوې خوا جګړه‌مارو ډلو په ټول ژمي کې خپل زور وازمایه، د هېواد په اکثرو ولایتونو کې یې بریدونو ته زور ورکړ؛ خو هیڅ نتېجه یې تر لاسه نه کړه، بله خوا دا ډله نوره یو موټی او همغږې نه ده او ښایي پخوانی خوند یې نه وي پاتې.
سره له دې چې د طالبانو ډله له خپل پیدایښته راهیسې په ښکاره یو موټی ښکارېده خو له هماغه لومړي سره هم یو موټ ینه وه، سره له دې چې بهرنیو استخباراتو دغه ډله داسې تنظیم کړې وه چې د هیڅ ډول اختلاف څرک نه پکې لګېده خو بیا هم وروستیو تجربو وښووه چې د دوی په منځ کې ژور اختلافات موجود و.
د ملاعمر مړینې یا وژنې او پر ځای یې د ملا اختر منصور را مخ ته کېدو نور د دوی تر منځ اختلاف لا څه چې دښمني را بربنډه کړه.
په لومړي سر کې د منصور له مشري سره د ملا عمر زوی ملا یعقوب او د هغه ورور ملا منان او وروسته د ملا رسول ښکار او ګوته په ماشه مخالفت چې وروسته په وسله‌والو نښتو بدل شو او د دواړو لوريو سلګونه کسان پکې ووژل شول. 
په دې سره د دې ډلې تر منځ درزونه ښه جوت شول.
په ښکاره خو د ملا منصور ډله وتوانېده د شینډنډ په شمول په ځینو سیمو کې د جګړې ډګر د ملا رسول په مشري له سیالې ډلې وګټي، خو داسې نه ښکاري چې دی دې نور د میدان یوازېنی بریالی وي.
په فزیکي بڼه د ټولو مخالفینو له منځه وړل ستونزمن خو لا څه چې ناشونی دی، دا یوازې ملا رسول نه دی چې د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر منصور مشري ننګوي، بلکې ډېرې د طالبانو نورې ډلې هم شته چې ملا منصور خپل مشر نه ګڼي.
د ملا دادالله کورنۍ او پلویان، د ملا اختر عثماني کورنۍ او پلویان، د ملا قیوم ذاکر پلویانو چې له پوځي او مالي اړخه ډېر ځواکمن هم دي، د پېښور او مشهد شوراګانې او نور غټ او واړه ګروپونه چې تر اوسه یا خو ډېر مشهور نه دي او یا یې خپل مخالفت لا نه دی ډاګیزه کړی، د ملا اختر منصور سرسخت مخالفین دي.
په پکتیکا کې د عبیدالله هنر په مشري د وتلي طالب قوماندان وسله‌وال مخالفت او د ملا منصور پلویانو سره یې درنه جګړه چې شاو خوا پنځوس کسان پکې ووژل شول دغه راز، اوس اوس د ملا منصور له مشري سره د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه بل طالب قومندان مخالفت ښیي چې دا ډله نوره پاشل شوې ده.
وروستیو یادو دوو ډلو د مخالفت ترڅنګ د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم پورته او خپله لار یې د ملا منصور په مشري له طالبانو بېله کړې ده.
د ملامنصور له مشري سره ډېرو مخالفو ډلو هغه د ای‌ايس‌ای ګوډاګی بللی او د خپل مخالفت اساس یې هم تر ډېره همدغه لامل په ګوته کړی. 
ځینو نورو بیا ملا منصور پر مالي فساد تورن کړی چې د دوی په وینا، د طالبانو تحریک مالي سرچینې یې ځان‌ته زېرمه کړې. 
د طالبانو بله ستره ننګونه بیا د داعش ډلې ځواکمنېدل دي چې په ډېرو سیمو کې یې طالبان د جګړې له ډګره ایستلي.
دغه راز، د سولې خبرو زور اخیستو هم زیات شمېر طالب وسله‌وال جګړې ته دوه زړي کړي، په تېره چې اوس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دولت یوې بلې وسله‌والې ډلې په عملي بڼه له دولت سره د سولې خبرې اترې پیل کړې چې دا په خپله سولې ته د لېواله طالبانو پر مخ لار پرانېزي او د هغوی جګړه‌ییزه روحیه کمزورې کوي.
د دې ډلې کمزورتیا بهرني لاملونه هم لري او هغه دا چې ډلې پر اصلي ملاتړي یې یانې پاکستان نړیوال په تېره د متحده ایالاتو فشارونه د پخوا په پرتله بېخي زیات شوي او د همدغو فشارونو په پایله کې پاکستاني چارواکي اړ شوي چې اعلان وکړي دوی طالبان خبرو ته اړ کوي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پاکستان یو ناورین او ناکاره هېواد دی، ده د نیوکې په بڼه ویلي چې ولې باید پاکستان د واشنګټن دوست وي؟
همدا رنګه، ځینو امریکایي سناتورانو او لوړ پوړو پوځي چارواکو هم پر پاکستان کلکې نیوکې کړې دي.
له تردید پرته پاکستان دغه ډول نیوکو ته د ټینګې نه ښکاري او اړ دی چې د طالبانو له پوځي ملاتړه که چورلټ لاس وا نه خلي، نو اړ دی چې د ملاتړ کچه يې راټیټه کړي چې دا بیا په خپله د دې ډلې پر جنګي وړتیا منفي اغېز کولای شي.
د طالبانو کمزورتیا بل لامل د داعش پر لور د ځینو مالي سرچینو ورماتېدل دي چې باید د دې ډلې پر جنګي وړتیا بې‌اغېزې و نه بلل شي.
ورسره په خوا کې افغان چارواکو د تېر کال تجربو ته په کتو چې د سولې خبرو په تمه یې جګړه‌ییز چمتوالي ته لږ پام کړی و، سږ کال بشپړ چمتووالی نیولی دی. 
ملي اردو او افغان هوایي ځواک تر پخوا پیاوړی شوی او ټول افغان امنیتي ځواکونه په نویو وسلو سمبال شوي دي.
لکه څنګه یې چې د ژمي په موسم کې د جګړه‌مارو ډلو پر وړاندې ښه وړتیا وښودله، له ژمي وروسته، یانې په پسرلي کې هم د جګړې لپاره ښه چمتو والی لري، نو ځکه په ډېر ډاډ سره ویلای شو چې د پسرلنیو بریدونو وخت تېر دی.
سرخط‬ ورځپاڼه