شمال د دريو جنرالانو په ولکه کې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 316

 د وري دويمه د بلخيانو لپاره له وسوسو او ډاره ډکه شپه وه. 

په دغه شپه د ښار عادي اوسېدونکي له هغې شپې هم ډېر ډارېدلي وو، کله چې د شپې ناوخته ترهګرو د هندوستان پر قونسلګري د بريد په موخه د ښار په يوه ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو او ټوله شپه په ښار کې د سپکو او درنو وسلو اوازونو خوب ته نه پرېښودل.
د ترهګرو د بريد په شپه عام خلک د خپلو ملي ځواکونو په وړتيا او همغږۍ باوري وو چې د دښمن پر وړاندې نه يوازې دا چې وسله نه ږدي، بلکې دښمن په ګونډو کوي؛ خو د وري د دويمې شپې ډار بل ډول وو. 
دوی په دغه شپه د خپلو ملي ځواکونو مجبوري او بې‌وسي حس کوله.
د بلخ اوسېدونکي پوهېدل چې د شمال زون دوه ستر سياسي اړخونه جنبش او جميعت ګوندونه سبا يو بل ته مخامخ کېږي او د ځينو اړخونو اندېښنه دلته لا پسې زياته شوه چې د حزب شوراګانو پورې تړاو لرونکی د شمال زون بل اړخ جنرال جمعه خان همدرد د جنبش خوا ته تمايل وښود.
جنرال عبدالرشيد دوستم، جنرال عطا محمد نور او جنرال جمعه خان همدرد؛ د شمال هغه درې سياسي نومونه دي چې د دغه زون سياسي او امنيتي حالت تر ډېره د همدوی پر هراړخيزو اړيکو ځغلي. 
د دوی تر څنګ د حزب وحدت او حرکت اسلامي ګوندونو سياسي شتون هم د شمال پر سياسي حالاتو اغېزناک اړخونه دي.
که داسې فکر وکړو چې اوس ۱۳۹۵ لمريز نه، بلکې ۱۳۸۲لمريز دی؛ نو نن به مې د يو خبريال په توګه له مزارشريف ښاره د عامو خلکو د وژنو او د عامه دولتي تاسيساتو د ورانۍ خبرونه ورکول؛ خو شکر چې داسې نه ده، ځکه چې په هغو وختونو کې چې کله هم د نوموړو دريو جنرالانو له يو بل سره ټکر شوی؛ نو شمال زيان کړی دی. ژوند ګواښل شوی او امنيت ته صدمه رسېدلې ده.
د مزار شريف ښار اوسېدونکي چې د هېواد په کچه د نسبي امنيتي ښار په توګه پکې ژوند کوي، کلونه وروسته ډار شوي وو؛ خو هر څه سوله‌ييز تر سره شول.
خو يو څه ښکاره ده چې د نړۍ په کچه د سياسي ذهنيت په دې دومره ارته پراختيا کې لا هم موږ د تصويرونو د ښکته کېدو او پورته کېدو په ډارمو کې نښتی ولس يوو. 
زموږ د سياسي بلوغ تشې همدا دي چې وسله‌والو مخالفينو په يوه شپه کې کندوز سقوط کړ او موږ ورته رڼې رڼې کتل، خو بله خوا بيا دومره زورور يوو چې د يوه تصوير په سر له يو بل سره ښکر په ښکر کېږو.
لا هم دولت پورې تړاو لرونکي اړخونه خپلو پلويانو ته د يو تصوير د نه شکولو او يا شکولو په تړاو قناعت نه شي ورکولای. سړکونو ته راوځي او د عامو خلکو رواني اړخ ته زيان رسوي.
کيسه، د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند رهبر، جنرال عبدالرشيد دوستم د يوه تصوير له لېرې کېدو پيل شوه. يوه مسله ښکاره ده چې دغه تصوير د لوړپوړو اړخونو په امر نه و ښکته شوی؛ خو دا هم ښکاره ده چې ځينې داسې کسان پکې ښکېل و چې يو ډول نه، يو ډول يې له مخالف اړخ سره تړاو درلود، خپل اړخ ته يې د ځان ښودلو په غلطې لارې ګام اخيستی وو چې اوس به ضرور پښېمانه وي.
که څه هم لاريونونه سوله‌ييز تر سره شول؛ خو د پيل کېدو پر مهال د لاريونو په څنډو کې له غيرنظامي کسانو سره د سپکو او درنو وسلو ليدلو خلکو ته اندېښنې جوړولې.
بله خوا د شمال پخوانی جهادي قومندان او د حزب اسلامي د همغږۍ شوراګانو اجريه رييس جنرال جمعه خان همدرد پلويانو چې کله د جنرال دوستم په ملاتړ د لاريون ليکې پياوړې کړې؛ نو لا هم اندېښنې زياتې شوې.
شمال له تېرو دريو کلونو د همدې دريو جنرالانو په سياسي او قومي ولکه کې پاتې شوی دی، کله چې هم دوی په واړه مخالفت له يو بل سره مخ شوي؛ نو زيان يې ستر اړولی وي.
ښکاره ده چې د شمال دغه اړخونه به له يو بل سره په مخالف لوري کې تر ډېره وي او يا ممکن تل وي؛ خو له يو بل سره ټکرېدل يې د شمال په زيان تمامېږي. 
همدا درې واړه جنرالان په يو ډول نه يو ډول د نظام په ځينو برخو پورې تړاو لري، د دوی ټکر دښمن ته د نفوذ پيدا کېدو زمينه برابروي چې هغه مهال به د شمال د اوسېدونکو تر څنګ دوی هم ډېر زيان ليدلی وي.
اوس تر ډېره ځوان کهول په فکري توګه يو څه سمبال دی، د پخوا په څېر په نه خبره توپک ته لاس نه کوي، نو د شمال زون سياسي اړخونه بايد په دې پوه شي چې سياست يې بايد په معقوليت روان کړي. په سمو تګلارو او رڼو لارو د تګ چوکاټونه ولري، ځکه د نن ځوان د قلم اتل دی، د توپک چلولو په چل نه پوهېږي، که پوهېدای؛ نو د کب درېيمه به د شمال زون بله خړه ورځ وه.
افغانستان په دې وروستيو کې تر ډېره د شمال له اړخه له امنيتي ګواښ سره مخ دی. دښمن له تېرو دوو کلونو په دې هڅه کې دی چې نفوذ پکې پيدا کړي، چې ځينو سيمو کې دغې موخې ته رسېدلی دی.
د مزار شريف دغه لاريونونه په غيرمستقيم ډول له دښمن سره مرسته کوي، که چېرې همداسې موقع ورکول شي؛ نو له ډېرو ډېر زيان به زموږ دريو واړو ښاغلو جنرالانو کړی وي.
سرخط‬ ورځپاڼه