بې‌مسوولیته ولس


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • مولوي عبدالغفور پېروز
  • 290

 که راډيو ته غوږ شې او که ټلوېزيون وګورې، وېب پاڼې ته سر ورښکاره کړې او که ورځپاڼه یا اخبار راواخلې، تل به زموږ ولس له خپل دولت څخه په شکایت وي.

په هر څه کې دولت ملامت او ولس د بې‌خبره ماشوم په شان نه څه کړي او نه کوم مسوولیت ورتر غاړې دی.
زموږ که واړه دي که زاړه، لوستي دي که نالوستي، قومي او ولسي مشران دي که عام وګړي، ټول په يوه خوله او هر وخت تر زیاته بريده دولت پړ بولو. 
که مکتبونه بند وي هم دولت ملامت دی، که بې‌وزلي وي او خلګ کار نه لري، بیا نو بېخي ملامت دی، که پل مات وي دولت سر نه دی پرې ګرځولی، که سړک خراب شوی وي دولت فساد کړی دی، که په ښار کې برېښنا نه وي دولت څه نه دي کړي، که بې‌امنيتي وي دولت يې د له منځه وړلو کوښښ نه کوي، لنډه دا که مو په کور کې له مېرمنې سره کومه شخړه پېښه شوه هم به له ځان سره وايو چې په دې کې هم دولت ملامت دی.
دا ولي؟ 
د ځان د پړتیا او بل د برائت فکر مو ولې مغزو ته نه راځي؟ 
هر څه چې وي اول بايد انسان له ځان سره فکر وکړي چې په دې کار کې زما ګرمه څومره ده؟
تر دې وروسته سړی بل ته هم ګوته ونیسي چې دومره فیصدي ته هم ملامت يې.
پښتانه وايي، که د ګرمې يوه ګوته بل ته نیسو، نو درې مو ځان ته نیولې وي. دې متل ته په پام زموږ او د دولت چاره همداسې ده، يوه ګوته مو دولت ته نیولې ملامت يې ګڼو، البته تر دولت درې چنده موږ ملامت يوو، خو ځان ته پام نه کوو.
د اسلامي نړۍ په سطحه که ستونزه پېښه شي، نو ټول مسلمانان يې اول پر غرب او امریکا ور اړوي، زموږ په هېواد کې چې پېښه وشي، دولت مو ښه د کوڅې لېونی پيدا کړی، بس چا به کړي وي، همدا يوازې دولت دی چې دا کارونه کوي. 
پښتو متل دی وايي، د کوڅې مرداري پر لېوني تاوان وي. په لویه سطحه امریکا او د هېواد په سطحه د کوڅې لېونی دولت دی.
د امنیت په ټينګولو کې موږ هيڅ وخت دولت ته لاس نه دی ورکړی، تر لسو کلیو د دولت مخالف کسان راتېر شي او پر يوه دولتي پوسته بريد وکړي، تر ښه ډز او ډوز وروسته بېرته پر هماغه لار وتښتي، په دې زرونو خلګو کې دومره څوک نه پيدا کېږي چې یا د دې کسانو مخ‌نیوی وکړي او یا دولتي پوستې ته خبر ورکړي. 
کله چې څو واره پر يوه پوسته دا ډول بريدونه وشي، دولتي ځواکونه اړ دي چې په هغې سيمې کې عملیات وکړي او دولتي مخالفین ترې وشړي.
له دې عملیاتو ټول نارې وهو، دولت او ځواکونه ملامت ګڼو. دولت په مختلفو ځايونو کې ښوونځي جوړ کړي، کله يې د دولت مخالف وسله‌وال خراب کړي او دومره څوک جرات نه لري چې د دې عامه تاسیساتو د خرابي مخه ونیسي او کله اورښتونه زیان ورواړي چې له همدې امله سوکه – سوکه وران شي. 
نه په ولسي خلګو کې څوک همت کوي چې بیا يې ورغوي، نه زده‌کوونکي دا فکر لري او نه هم هغه څوک چې د کور غوړه مړۍ يې له همدې ښونځي ور روانه وي (استاذان).
په دې ټوله کې هم ملامت دولت دی او موږ هیڅ نه دي کړي.
دولت سړک او پل جوړوي، خو مخالفان راځي او د يوه عسکر د شهيدولو لپاره هم پل خرابوي او هم سړک کډی کوي، په ولسي خلګو کې دومره څوک نه شو پيدا چې د هېواد د دې عامه ورانونې مخنیوی وکړي.
کله چې له کندهاره تر کابله انسان په موټر کې سفر وکړي، نو و به وګوري چې د دولت مخالفو وسله‌والو څومره پلونه وران کړي او لسګونه ځایه يې سړک کنډي کپر کړی، لېکن په موټر کې ناست لسګونه کسان هيڅوک هم د مخالفینو پر وړاندې څه نه وايي او دا حالت د زغم وړ بولي. 
دلته بیا هم دولت پړ دی، ولې دا پل او سړک يو ځل بیا نه رغوي، څو ولسي خلګ په اساني سفرونه وکړي.
ولس دا فکر نه کوي چې موږ ولې يوازې له دولت څخه سوکالي غواړو؟ 
که له ولس سره د خپلې سوکالۍ او رامۍ غم وي، نو بايد چې خپل حق له هر لوري واخلي، نه یوازې دولت!
که برېښنا خرابه شي یا هم د اوبو بندولو لپاره وند یا بند له خنډونو سره مخ شي، له ولسه بیا تر مېډیا ټول دولت پړ ګڼي، په داسې حال کې چې د دې اساسي ستونزه په مخالف لوري کې ده.
که د دوبي په سره ګرمي کې د برېښنا خرابي وي او که د ژمي په سخته یخني کې، تل يې لامل د دولت د مخالفو وسله‌والو بريد او پر ستنو حملې دي چې برېښنا له ستونزو سره مخ کړي، لېکن خلګ یا ړانده او کاڼه دي هيڅ نه ګوري او نه يې اوري یوازې پر دولت په نیوکو سینه ښه یخولای شي او یا په دې هر څه پوهېږي، البته ټول ناګماني جوړ وي، د ستونزو اصل لامل ته څوک ګوته نه نیسي، یوازې يو اړخ چې د هاغه بل په نسبت په سلو کې شل سلنه ملامت دی تر نیوکو لاندې وي.
که په همدې حال کې ژوند ته دوام ور کړو، نو هيڅ به هم تر لاسه نه کړو، هر کار ته بايد په خپله ودرېږو او د رغولو هڅه يې وکړو. 
د نړۍ پالونکی ذات هم د انسانانو په اړه خپل دا اصل بیانوي چې که دوی خپل حالت ته تغیر ور نه کړي، موږ يې حالت نه بدلوو. (الرعد: ۱۱) 
که دولت زموږ پر حق پښې ږدي هم بايد ورته ودرېږو او تر څو مو خپل حق تر لاسه کړی نه وي، بايد توندې هلې ځلې مو دوام ولري او که طالب یا نور مخالفین زموږ پر حقونو خاورې اړوي هم به موږ ور مخ ته کېږو او د خپل حق غوښتنه به کوو.
نه طالب زما کور ته راځي چې حق مې راکړي او نه دولت یا نور نړيوال او نه بايد راشي، ځکه دا نړۍ له اسبابو ډکه ده، هر څه چې کېږي په يو سبب یا علت تر سره کېږي، دا چې موږ نه خبر يوو، نه څه کوو، نه يې مسوولیت منو، نو بیا نور ولې ملامت کړو چې زموږ حقونه يې خوړلي او موږ يې تل بې‌برخې کړي يوو!؟
سرخط‬ ورځپاڼه