د سولې شورا نوې مشري


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدعیسی مومند
  • 208

 ټاکل شوې ده د سولې عالي شورا لپاره نوې رهبري وګمارل شي. ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ملي محاذ ګوند مشر سیداحمد ګیلاني به د سولې عالي شورا مشر، د مخکېني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي لومړی مرستیال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي دویم مرستیال، مولوي محمدخبیر د درېیم مرستیال او د پوهنې مخکېنی وزیر غلام‌ فاروق وردګ د یادې شورا د دارالانشاء رییس په توګه ټاکل کېږي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د امن ګډې جرګې او د سولې له مشورتي جرګې څخه وروسته په ۱۳۸۹ کال کې د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا رامنځ ته شوه، خو په زیاتو لګښتونو سربېره دغه شورا و نه توانېده چې د سولې پر لور کوټلي ګامونه پورته کړي.
د برهان الدین رباني له ترور وروسته د ده زوی، صلاح الدین رباني د سولې عالي شورا مشر په توګه وټاکل شو، اما بیا هم دغې شورا ملموسه لاس‌ته‌راوړنه نه درلوده. کله چې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر او د دارالانشاء رییس معصوم ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست په توګه وټاکل شول، یاده شوره بې‌برخلیکه پاتې شوه او حتا ورځنۍ چارې یې ټکنۍ شوې.
د سولې عالي شورا نوې مشري تر ډېره بریده پخواني ازمویل شوي کسان دي. دغو کسانو په تېر حکومت کې پوره ونډه درلوده، خو په نوي حکومت کې د دوی ونډه کمزورې وه. سیداحمد ګیلاني چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال اشرف غني ته په کمپاین بوخت و، تر ډېره بریده له واک څخه بې‌برخې پاتې و، د مخکېني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي هم له قدرت څخه لېرې پاتې شوی و، همداراز فضل احمد معنوي چې د شمالي ټلوالې له مهمو کسانو څخه شمېرل کېږي، خاص څه یې نه دي ترلاسه کړي، د دارالانشاء ريیس فاروق وردک کله چې له واکه لېرې شو، نو پر حکومت یې تندې نیوکې وکړې.
د دغو کسانو کاري شالید او اوسني سیاسي فعالیت ته په کتو، پر نویو دندو د دوی ګمارنې د حق‌السکوت په توګه مطرح کېدای شي.
تر دې دمه د سولې عالي شورا د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې هېڅ راز ونډه نه لري. د سولې خبرو مشري د بهرنیو چارو د سیاسي معین پر غاړه ده او د څلور اړخیزو غونډو، د دریو تر سره شویو ناستو په ترڅ کې د سولې د لارې نقشې تصویب ته په کتو، تر ډېره بریده دغه ناستې ګټورې وې.
دا چې د فبروري پر درویشتمه به په کابل کې د څلورو خواوو، څلورمه غونډه دایرېږي او په ترڅ کې به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو نېټه ټاکل کېږي؛ نو مالومه نه ده چې په دغو خبرو کې د سولې عالي شورا ونډه څه ده؟
ځکه خبرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ کېدونکې دي او د سولې شورا کار د بهرنیو چارو وزارت د معین له خوا پر مخ وړل شوی دی او د سولې عالي شورا پر ځای پاکستان د منځګړي رول لوبوي.
دا چې د سولې عالي شورا تر اوسه د سولې په خبرو کې ونډه نه ده درلودلې، د یادې شورا لپاره د نویو کسانو ګمارنه، له دې پرته چې دغه کسان له سیاسي مخالفته را وګرځوي او امتیاز ورکړل شي، بله مانا نه شي درلودای؛ مګر دا چې د سولې خبرو ټول واک د سولې عالي شورا ته ورکړل شي او یاده شورا د یوه منځګړي په توګه میدان ته را ودانګي.
خو د دوی ګمارنه یو بل حقیقت هم ثابتوي. کله چې دغه کسان له قدرت څخه لېرې شول، د حکومت پر ضد یې سیاسي مخالفت پیل کړ او دا نظریه یې په پراخه کچه خپروله چې د ملي یووالي حکومت نه پايي، که پایښت هم ولري، باید پر وړاندې یې داسې اقدامات وشي چې په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
دا چې اوس دوی ته واک رسېدلی، نو تر ډېره حده چوپ شوي. په اوس وخت کې دوی نه پر حکومت نیوکه کوي او نه هم د حکومت کړنې نقدوي. له دې څرګندېږي چې دغه کسان، بالخصوص ښاغلی فاروق وردک چې څه موده وړاندې یې د حکومت پر ضد توندې څرګندونې درلودې، یوازې د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې دي. دوی ته نه هېواد مهم دی، نه خلک مهم دي او نه هم خپلې ژمنې، بلکې ټوله هڅه یې دا ده چې څنګه وشي کړای قدرت ترلاسه کړي. د قدرت او څوکۍ ترلاسه کولو لپاره دوی له ډېرو حدودو تېرېدای شي، خو د معاملې په وخت کې بیا هر څه له لاسه ورکوي. نو ضرورت دا دی چې د دوی پلویان او ملاتړي د دغو کسانو په پېژندنه کې له سره غور وکړي.
سرخط‬ ورځپاڼه