هغه بری چې په تاوان بدل شو


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • خوشال خلیل
  • 239

 نن په افغانستان کې د شلمې پېړۍ د ستر پوځي قدرت او امپراتوري د ماتې ورځ ده، له نن نه ۲۷کاله پخوا په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو وروستی پوځي د امو پر پله واووښت او تر شا یې داسې سرې لمبې پرېښودې چې تر ننه بلېږي. 

دا هغه شکست و چې بین المللي نظام کې د دوو پوځي قطبونو ترمنځ روانه سړه جګړه ورسره ختمه شوه او پخوانی شوروي ټوټې ټوټې شو.
پر افغانستان باندې د شوروي یرغل او دلته د هغو د شکست تر دورانه د پنځلس زره په شاو خوا کې شوروي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاو خوا پنځوس زره سرتېري یې مات او ګوډ شول، بله خوا دغې جګړې کې تر یو نیم میلون پورې افغانان ووژل شول، پنځه میلونو پورې یې پردیو هېوادونو ته کډوال شول او د میلیارډونو ډالرو تاسیسات او زېربیناوې يې ړنګې او له کاره ولوېدې. 
د شوروي په خلاف جهاد او مقاومت ته په بېلابېلو لیدلورو کتلای شو، خو دلته به په ملي او بین المللي خبره وکړو.
په ملي سطحه به راشو دې ته چې افغانستان یو باثباته سیاسي نظام درلود، د خپلواک بهرني سیاست خاوند و، ټولې دنیا سره یې مستقلې اړیکې درلودې او هڅه یې کوله د خپلو خلکو په ګټه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو سره معاهدې او قراردادونه وکړي. دلته امن و، افغانستان ډېر ورو، خو په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې و، سوله وه او دلته د وخت له رژیم څخه خلک راضي ول.
که څه هم شاهي نظام ختم شوی و، خو د داوود خان په مشرۍ نوی جمهوریت هم د عامو خلکو له نظره عیني مشروعیت درلود او خلکو ورته د شاهي خاندان د یو غړي او د افغانستان د مالک په سترګه کتل او درناوی یې ورته درلود، نو په هغه وخت کې د عام ولس په منځ کې د حکومت او سیاسي نظام پر ضد چا خبره نه کوله، که یو څو ګوندونه و، هغو هم عام ولس کې نفوذ نه درلود.
کله چې په دغسې یوې ارامه او دودیزه ټولنه کې له کمونیسټي شعارونو او سرو بیرغونو سره نوی رژیم راغی او په هره برخه کې يې انقلابي بدلونونو ته لاس واچاوه، د دوی ریفورمونه او اصلاحات له افغاني کلتور، مذهب او عنعناتو سره کاملا په ټکر کې واقع شول او خلک د دوی پر ضد راپورته شول.
جهاد او مقاومت پيل شو، روسانو ماتې وخوړه او د وخت رژیم د خپلو اعمالو په سزا ورسېده، خو که بین المللي سطحې باندې خبره وکړو، نو د دې جنګ له پيل او د جهاد له شروع سره د پښتنو او د عدم تشدد لوی مشر پاچا خان ویلي و چې ((جنګ د روس او امریکا دی، خو هسې دل پکې پښتانه شول.)) 
پاچا خان سمه خبره کوله، د افغانستان جنګ په اصل کې د شرقي او غربي بلاک ترمنځ جنګ و، دنیا دوه قطبه وه، یوې خوا ته د شرقي بلاک په سر کې شوروي او بله خوا د غربي بلاک په سر کې امریکا ولاړه وه.
دوی دواړه د وخت ستر نړيوال قوتونه او د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه ول چې که خپلو کې يې مخامخ جنګ کولای، نو په هماغه شېبه اټومي جنګ نښتو او ټوله نړۍ ورسره ورانېده، نو دوی مخامخ جنګ نه‌شوای کولای او د دواړو په تاوان و، خو د دې تر څنګ به یې لکه د افغانستان په څېر خوارو او نادارو هېوادونو کې خپل زور سره ازمایه او د نړۍ په لېرې لېرې څنډو کې به یې په درېيم او دویم لاس جګړې کولې. 
لکه د ویټنام جنګ چې تر شا یې روسان ولاړ ول، دغسې د افغان جهاد او مجاهدینو تر شا امریکا ودرېده او په دې توګه یې له افغانانو نه ښه استفاده وکړه چې خپل نړيوال رقیب شوروي ته ماتې ورکړي.
خیر که د شوروي ماتې ته په هر نظر وګورو، مهمه نه ده. د روسانو له وتلو وروسته د وخت جمهور رییس ډاکټر نجیب الله کمونیسټي ايډیالوژي ته شا کړه او له مجاهدینو یې وغوښتل چې جګړه بس کړي، کمونیزم ماتې خوړلې ده، راشئ خپل پخوانی سیسټم او نظام جوړ کړئ، ورته یې وویل راشئ قدرت تاسې ته پرېږدم چې تاسې بیا هر ډول نظام غواړئ پکې جوړ یې کړئ، خو له جنګه لاس واخلئ، هېواد او دولتي تاسیسات مه ورانوئ.
مجاهدین چې د بري جذبي اخیستي وو، غوښتل یې ټول افغانستان تر خپله ولکه لاندې راولي او بیا داسې اسلامي نظام پکې راولي چې مېږې او لېوان به ګډ پکې څري، خو خبره سرچپه ثابته شوه، دلته هر مجاهد د بل مجاهد لېوه شو، عام خلک یې لکه مېږې وداړلې او د روس پر ضد یې د جهاد او ملي مقاومت د شهیدانو ارمانونه او هیلې له خاورو سره خاورې کړي.
دغه ستره بریا د ګټې پر ځای په تاوان بدله شوه، اوس چې موږ هغه وخت له اوسني وخت سره پرتله کوو، ډېرو برخو کې ورته‌والی او ډېرو کې تفاوتونه سره لري.
هغه وخت د روسیې له وتلو سره د ډاکټر نجیب الله حکومت په پوځي ډګر کې غښتلی حکومت و، نظام ادارې او هر څه جوړ ول، خو عامو خلکو بیا له مجاهدینو سره خواخوږي لرله، هر چا غوښتل چې ژر اسلامي حکومت راشي او دا د جنګ کیسه ختمه شي، حتا د حکومت په دننه کې به خلکو له مجاهدینو سره مرستې کولې او د حکومت پر ضد فعالیتونه به یې کول، خو بیا هم په جنګي ډګر کې د نجیب حکومت تر هغو چې له داخله و نه شړېده، د مجاهدینو پر وړاندې کلک مقاومت وکړ.
خو اوسنی حکومت یا نظام چې کوم دی، دلته بیا خلک له نظام او دولت سره علاقه لري او نه غواړي هېواد یې بیا وران شي، ځکه د دوی په مخ کې لویه تجربه پرته ده، طالبان او د دې حکومت پوځي مخالفان په خلکو کې محبوبیت نه لري او دا اوسنی نظام هیڅکله د طالب او د مجاهدینو په دورې نه بدلوي، خو دلته بیا د هغه وخت په پرتله فرق دا دی چې اوس حکومت هغسې یو لاس او مظبوط نه دی، دلته هر څه له صفره شروع شوي دي، د هغو په جوړولو هم نه پوهېږي او هره ورځ کشمکش روان دی.
موږ د شوروي خلاف له جنګ څخه دا نتېجه اخیستلای شو چې په افغانستان کې ټول جنګونه پردي دي، زموږ خلک د هیچا کور ته نه دي تللي چې جنګ یې ور وړی وي، نور دلته راغلل زموږ په کور یې اور بل کړ اوس مو سره جنګوي، هوښیار افغان هغه څوک دی چې نور باید په یو واحد ملي حاکمیت او سیاسي نظام ومني، د هغه په رڼا کې خپل ژوند، د هېواد بقا وغواړي، له تېرو اشتباهاتو څخه زده کړه وکړي، حکومتي مشران او سیاسي رهبران مو باید تېرې تجربې مخې ته کېږدي.
سرخط‬ ورځپاڼه