د سولې نوی چارچوب او هیلې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • خوشال خلیل
  • 314

د سولې په اړه د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان له څلور اړخیزو خبرو او ناستو وروسته چې یوه په اسلام اباد او بله په کابل کې وشوه، د خبرو دا پروسه ورو ورو دې ته نږدې کېږي چې دا ځل د طالبانو مشران د یادو هېوادونو له استازو سره مخامخ کښېني، د مقابل لوري پر وړاندیزونو باندې غور وکړي او د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو په خاطر خپل نهايي شرطونه په درېیمه دغه شان څلور اړخیزه ناسته کې په ډاګه مطرح کړي.
د پاکستان په مري کې چې د ملاعمر د مړینې له اعلان سره دا خبرې ځنډېډلې وې، تر هغه وروسته په دې اړه څلور اړخیزې ناستې یو په بل پسې په خپل وخت وشوې او ځنډ پکې را منځ ته نه شو، تمه کېږي چې درېیمه غونډه به یې هم پر خپل وخت ترسره شي چې دا خبره موږ ته د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو غاړو علاقه‌مندي را په ګوته کوي او ښيي چې دوی دا ځل په افغانستان کې د سولې په اړه تر پخوا جدي دي او یوه اړتیا یې ګڼي.
د کابل او اسلام اباد په تېرو څلور اړخیزو ناستو کې په دې بحث وشو چې د سولې د راوستو لپاره یوه د لارې نقشه ترسیم کړي، د طالبانو د راګډولو په میکانیزم او بیا د شویو توافقاتو د عملي کولو په لارو چارو فکر وکړي.
د لارې نقشه:
د لارې د نقشې په اړه چې کوم څه رسنیو ته راوتلي دي، د هغې په اساس به دا مالوميږي چې د افغانستان حکومت له چا سره خبرې کوي؟ د دغو خبرو وخت او تقسیم اوقات به څنګه وي؟ د بحث لپاره به کوم وړاندیزونه او ابتکارات مخې ته ايښودل کېږي؟ او هغه ډلې او ټپلې چې په مذاکراتو کې له ګډون سره پرېکون اعلانوي، پر ضد به یې کوم ډول اقدامات کېږي؟ او په اخر کې به د سولې د یو داسې پلان پر تبطیق لاس پورې کېږي چې د ټولو ښکېلو لوریو له خوا پرې توافق شوی وي.
د اوسنیو او پخوانیو خبرو توپیر:
تر دې مخکې چې په تېرو څوارلسو کالو کې د سولې خبرې او کيسې روانې وې، هیڅکله له اوسنیو هڅو سره د پرتلې وړ نه دي، هغه وخت افغان حکومت پاکستان او نړيوال قانع کولای نه شوای؛ نو یې سوله د ځینو مهمو طالب‌مشرانو په راتګ او قانع کولو کې لیدله، ملا برادر یې ښه مثال دی چې د ترلاسه کولو لپاره یې پاکستان ته ګڼ سفرونه وشول، خو اخېر هم هیڅ ورنه بود نه شول.
د سولې په اړه د ولسمشر غني یوه مشهوره وینا ده چې سوله لکه غل د شپې له خوا د چا دروازه نه ټکوي، سوله چې راځي نو په رڼا ورځ به راځي.
د هغه هدف له رڼا ورځې همدا و چې د افغانستان کشاله یوازې د طالب او نظام کشاله نه ده، حتا یوازې د پاکستان او افغان حکومت هم نه ده، دا د چین او امریکې په څېر د سترو قدرتونو او په سیمه کې د نورو مهمو بین المللي لوبغاړو کشاله ده؛ نو تر هغو چې دلته د سولې په اړه د سترو بین المللي لوبغاړو او سیمه‌یزو لوبغاړو تر منځ یو اتفاق را نه شي او هر یو په سوله کې خپله خپله ګټه ونه ګوري دا سوله ممکنه نه ده، کله چې داسې کوم اتفاق راځي نو هغه به د شپې نه، بلکې په رڼا ورځ به راځي.
موږ معمولاً اوریدل، تر هغو چې پاکستان د طالبانو شاته ولاړ وي سوله نه شي راتلای، خو پاکستان هم تر هغې له دغه ملاتړه لاس نه اخلي چې امریکا او چین پرې فشار را نه وړي، د همدې لپاره خو د چین، امریکا پاکستان او افغانستان تر منځ یو څلور اړخیز چوکاټ را منځ ته شو. د دې چوکاټ د را منځ ته کېدو او هغې ته د هیله‌مندۍ دلایل هم زیات دي، د طالب لوبې ختمولو، په سیمه کې اقتصادي کورېدورونو او د ټاپي په څېر سترو اقتصادي پروژو ته نن سبا پاکستاني مطبوعات د ګیم چنجر نوم ورکوي، که په رښتیا هم د دغه ګیم او لوبې بدلول دغو هېوادونو ته ګټور وي، سوله لېرې نه ده او ژر راتلای شي.
ځینې طالب‌پلوه مبصران او پاکستانۍ حلقې وايي چې د دغه چوکاټ له لارې د طالبانو د منزوي کېدو هڅې کېږي، یا هم په دغه چوکاټ کې د طالبانو شرطونو او غوښتنو ته پام نه کېږي او کېدای شي ډېر لږ امتیازات ورته ومنل شي چې ممکن له دې سره بیا هر څه خراب او ګډوډ شي، دا ډول استدلال په اصل کې له دغه چوکاټه د طالبانو د ایستلو هڅه ده چې کله ځان د پګواش، کله د قطر د سیاسي دفتر او کله هم له طالب سره د افغان حکومت د مخامخ او ځان ته په ځان ته خبرو په څېر ځان راجوتوي.
شرطونه: 
که څه هم افغان حکومت ویلي دي چې موږ بې کوم قید او شرطه خبرو ته چمتو یو، طالبان دې هم وار له مخې کوم شرط نه ږدي، خو که موږ د طالبانو وروستیو اعلامیو، د پګواش له غونډې راوتلو خبرو او نورو نښو نښانو ته ځير شو، د طالبانو شرطونه تر پخوا نرم، اسانه او تر زیاته حده د منلو او قبلولو وړ دي.
د طالبانو تر ټولو غټه داعیه په افغانستان کې د خپل امارت ټینګول او د جمهوریت له منځه وړل وو چې اوس یې په شرطونو کې دا داعیه نه لیدل کېږي، ورو ورو دوی هم دغه حقیقت ته نږدې کېږي چې په یوازې ځان هیڅ ډله او سیاسي ایډیالوژي پر ټول هېواد نه شي حاکمېدای.
د جمهوریت او ډیموکراسۍ پر بنسټ د سیاسي نظام منل چې په هغه کې ټولې سیاسي ډلې په جمهوري طریقې د قدرت نیولو لپاره هلې ځلې وکړي او وسله پر ځمکه کښېږدي دا لوی پرمختګ دی.
د پګواش په غونډه کې د طالب استازو له خوا د جګړې غندل، په سوله تاکید، د ملي ګټو، ارزښتونو، د افغانانو د ژوند، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د ساتنې او پالنې خبرې ټولې هیله‌بښوونکې دي، همدارنګه هلته د بهرنیانو په وتلو ټینګار شوی دی، خو د امریکا د ملکي بشري مرستو هرکلی شوی دی.
دا هر څه په یو سیاسي جریان د طالبانو د بدلولو مقدمات دي او دا سمه ده چې ممکن نورې زیاتې ډلې دې جنګ ته دوام ورکړي، خو د طالب په نوم وسله‌وال تحریک به په سیاسي تحریک بدلېږي او که تر دې وروسته بل وسله‌وال تحریک را منځ ته کېږي هغه به د طالب نه بلکې د القاعده او داعش په څیر یو حرکت وي چې له هغه سره بیا هسې هم ټوله دنیا ښکېل ده او له ایډیالوژيکي پلوه دغه تندلارې ډلې ملګري ملتونه، اوسنی نړيوال نظم او د ملي حکومتونو حاکمیتونه نه مني، غواړي ټوله دنیا تر خپل خلافت لاندې راولي، لږ تر لږه د طالبانو داعیه اوس نړيواله نه ده.
بله خوا به په کابل کې ځینو مدني فعالانو چې اکثرو یې بیا هم له ټلوالې سره خواخوږي درلوده، همېشه به یې مکمل اساسي قانون منل د خبرو اترو لپاره شرط ايښود، اوس چې ډاکټر عبدالله په غیرقانوني توګه اجراییه رییس دی او اساسي قانون یې نقض کړی دی، اوس که چېرته د ډاکټر عبدالله او د ټلوالې د پخوانیو غړيو له خوا اساسي قانون منل د شرط په توګه وړاندې کېږي، له اخلاقي پلوه په کمزوري موقف کې راځي، ځکه دوی خپله د قانون ناقضان دي.
دا چې طالبان هم په اساسي قانون کې تغییر غواړي، ډاکټر عبدالله او د ټلوالې کسان هم دا غواړي، طالبان به هڅه کوي چې ځیني هغه مدني او سیاسي حقونه چې د دوی په تعبیر له اسلام سره په ټکر کې ښکاري اصلاح کړي، ډاکټر عبدالله هم د ځینو مادو تغییرول غواړي، په دې ځای کې طالبان او ټلواله یو مشترکه وجهه پیدا کوي او هغه دا چې دواړوه د قانون تغییر غواړي. دا ښه فرصت دی چې که د سولې خبرې کامیابې شي، لویه جرګه راوغوښتل شي او په قانون کې لازم تغییرات راشي.
سرخط‬ ورځپاڼه