د قطر دفتر، دویم انتخاب


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد عیسی مومند
  • 303

 په اسلام‌اباد کې د سولې خبرو لپاره د میکانیزم جوړولو څلور اړخیزې غوندې په لړ کې وسله‌والو طالبانو اعلان کړه چې مذاکرات به د قطر دفتر لخوا مخته وړل کېږي. په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو دفتر د دوی سیاسي نمایندګي بلل کېږي چې د سولې خبرو اترو په موخه جوړ شوی؛ خو په هماغه لومړیو کې د بیرغ پورته کولو او اسلامي امارت لوحې نصبولو له امله د افغان حکومت د اعتراض په پایله کې د دغه دفتر ارزښت کمرنګه کړی شو.

په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو دفتر پداسې حال کې پرانیستل شو چې د سولې خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شوې وې، په لومړیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې له همدغه آدرسه د طالبانو او امریکا استازو ترمنځ لومړنۍ خبرې هم شوي دي.
قطر او منځګړیتوب
له جغرافیايي اړخه قطر کوچنی هېواد دی، خو په سیاسي برخه کې یې خپل اغېز پرې ایستلی دی. د منځنۍ ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د پاڅونونو په لړ کې دغه هېواد وتوانېد د منځګړي رول ادا کړي. دغه هېواد بریالی شوی چې په فلسطین کې د انتقالي دولت رامنځته کېدو په موخه حماس او فتح ډلو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او محمود عباس د فلسطین د انتقالي حکومت رئیس په توګه وټاکي (۲۰۱۲). 
همداراز قطر توانېدلی چې د لبنان، اریتره، جیوپوټي او سوډان شخړو حل په موخه منځګړیتوب وکړي. همداراز د پاڅونونو پر مهال دغه هېواد د ټونس، مصر او لیبیا له پاڅون کوونکو ملاتړ وکړ (په یادو هېوادونو کې ولسي پاڅونونه بریالي شول، ټونس په بریالیتوب سره دغه واټن تر سره کړ، مصر کې جنرال السیسي د محمدمرسي پر وړاندې کودتا وکړه او سربېره پر دې چې لیبیا کې معمر قذافي له واک څخه لرې شو؛ خو لا هم شخړې او نښتې دوام لري). همداراز دغه هېواد هڅه وکړه چې د سوریې پاڅون (۲۰۱۱) پر مهال د پاڅون کوونکو او دولت (بشار اسد) ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو مثبته پایله یې نه درلوده.
دغو بېلګو ته په کتو قطر توانېدلی چې د دیپلوماسۍ په ډګر کې د عربي هېوادونو له دودیز مخکښ (سعودي عربستان) څخه مخکې شي او د طالبانو باور پرې زیات شي. همدغو ټکیو ته په کتو سره وسله‌والو طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانیست، څو له یوې خوا د پاکستان له نفوذ څخه وتښتي او له بلې خوا په ډاډه زړه وتوانېږي خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان مخالفت
که څه هم ظاهرا پاکستان د قطر دفتر په اړه غبرګون ندی ښودلی، خو په هماغه لومړیو کې د دغه دفتر ناکامولو په موخه یې هڅې پیل کړې وې چې د تېر زېږدي کال په جولای کې د اسلام‌اباد په مري کې د خبرو له پیل سره دغه هڅې بریالۍ شوې او د اسلام‌اباد څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې وتوانېد د طالبانو نمایندګي خپله کړي.
پاکستاني چارواکي پدې باور دي چې په پراخه توګه د قطر دفتر فعالیت د دې لامل کېږي چې پر دغې ډلې د پاکستان ملکي او نظامي ادارو نفوذ کم شي. پداسې حال کې چې پاکستان د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې (له ۱۹۹۶ کال هغه مهال چې طالبانو کابل تر ولکې لاندې راوست تر دې دمه) پر طالبانو پراخه پانګونه کړې او د دوی له لارې توانېدلي چې په افغانستان کې خپلو لومړنیو موخو ته ورسېږي، حاضر ندی چې دغه پانګونه یې ضایع شي او پر طالبانو یې نفوذ کم شي. د نفوذ کمښت په پایله کې ده چې پاکستان نشي کولای خپلو ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.
قطر؛ د سولې راتلونکې؟
طالبانو د سولې خبرو میکانیزم جوړولو غونډو په اړه رسمي غبرګون ندی ښودلی، خو د دوی خواخوږي پدې باور دي چې پدغو خبرو کې د طالبانو نشتون کولای شي په راتلونکې کې ستونزې زیاتې کړي. پاکستان د طالبانو ملاتړی هېواد دی او د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې پر دغې ډلې پراخه پانګونه کړې ده. د پانګونې یوازینی هدف د پاکستان د ګټو خوندیتوب دی.
د همدغې پانګونې، ملاتړ او پراخ نفوذ په پایله کې ده چې د اسلام‌اباد چارواکي د طالب استازو پر ځای په خبرو کې ګډون کوي. اما دا وېره شته چې پاکستان ځینې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او ځینې نور یې مخالفت ته دوام ورکړي.
د مخالفو طالبانو دلیل به دا وي چې پر دوی پاکستان نفوذ نلري او د تېرو کلونو په اوږدو کې تر سره شوې جګړه یې هم په یوازې توګه له بهرني (پاکستان) ملاتړ پرته مخته بیولې ده. دغه چاره په افغانستان کې د سولې پر راتګ نه تمامېږي. له همدې امله د قطر دفتر اړتیا زیاتېدونکې ده.
پاکستان د ژمنو نه عملي کېدو په صورت کې افغان حکومت کولای شي، په دوحه کې له طالب استازو سره د پاکستان له نفوذ لرې نېغ په نېغه خبرې پیل کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه