هشت صبحه! خوله دې ومينځه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 257

 افغانستان لا هم پر پاکستان د ځمکې دعوه لري

ذبيح الله احساس
د هشت صبح ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې مې "چرا وزرات اقوام و قبايل داريم؟" تر سرليک لاندې ليکنه ولوسته. 
رښتيا هم دغه پوښتنه له ما سره هم له تېرو څو کلونو مطرح وه؛ خو په بله بڼه، چې د اقوامو او قبايلو وزارت ولې خپله تګلاره بدله کړې ده؟
لومړی هشت صبح ورځپاڼې ته د دوی د همدې پوښتنې "چرا وزارت اقوام و قبايل داريم؟" ځواب ته تم کېږم چې تر سيوري لاندې يې دغه وزارت ته د دوی د اصلي چارو او موخو په اړه هم ګوته څنډنه کوو.
د اقوامو او قبايلو وزرات، چې له ۱۳۰۰لمريز کال څخه يې د عادي ادارې په توګه د افغانستان په حکومتي نظام کې چارې پيل کړې، د وخت په تېرېدو د مديريت او مستقل رياست د پوړيو له وهلو وروسته، د افغانستان د لومړي جمهور ريس شهيد محمد داوود خان د دورې پر مهال د ۱۳۵۲لمريز د چنګاښ په ۲۶مه، د وزارت په چوکاټ بدل شو.
د دغه وزارت د چارو تر ټولو مهمه برخه د ډېورنډ د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته د پراته ولس د فرهنګی، اقتصادي او سياسي حالت د سوکالۍ لپاره ځانګړې وه.
ياد وزارت د اصولو په چوکاټ کې دنده درلوده او لا يې هم لري چې د تپل شوي ډېورنډ هغې غاړې ته د پراته افغان ولس د بېرته خپلولو لپاره هراړخیزې هڅې وکړي. 
دغه وزارت د ملي امنيت د رياست تر څنګ د لوی افغانستان د چارو په مسله يو ډول رسمي استخباراتي بڼه لرله چې بايد خپلې چارې يې روانې ساتلې وای.
که ياد وزارت يوازې د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې خپلې اصولي چارې پر مخ وړې وای، نو نن به د پاکستان پر وړاندې د افغانستان موقف خورا قوي وای.
د ياد وزارت د ټنبلۍ، مضر احتياط او د کمزوري سياست له امله نن د قبايلو افغانان د بې‌سوادۍ تورې کندې ته ټېل وهل شوي او د پاکستان د سياسي ولکې په دايره کې بند کړای شوي دي. 
د همدې وزارت ډارن سياست پاکستان ته وخت ورکړ چې قبايل د نړيوال ټروريزم د مرکز د پاللو د اسبابو په توګه وکاروي او بېرته يې د افغانستان په زیان وچورلوي.
دغه وزارت د تاريخ په اوږدو کې د پاکستان په خلاف د تپل شوي ډېورنډ په سياسي غندنه کې ښې لاس ته راوړنې لري؛ خو د نجيب الله د حکومت له پرزېدو سره سم د ياد وزارت تګلارې هېرې کړای شوې او د حامد کرزي د دورې په اوږدو کې په سمبوليکه توګه ژوندی وساتل شو او بس...، چې په همدې دوو دورو کې پاکستان د قبایلو له تنګ ژوند څخه ګټه پورته کړه او سياسي ريښې يې پکې وځغلولې.
تر ۱۳۴۲لمریز پورې د اقوامو او قبايلو وزارت په هڅو، چې هغه مهال يې د يوې وړې ادارې په چوکاټ کې فعاليت کاوه، د تپل شوي ډېورنډ هغې غاړې ته په ټولو جوماتونو کې د افغانستان د شاه په نامه خطبه ويل کېده.
همدا راز د همدې ادارې په هر اړخیزو هڅو د پاکستان له جوړېد يوه نيمه مياشت وړاندې د ۱۹۴۷زېږديز کال په جون کې د تپل شوي ډېورنډ هغې غاړې د محکوم وطن په "بنو" سيمه کې د خان امیر محمد خان په هڅو جرګه وبلل شوه او د پښتونستان اعلان وشو چې د ازاد وطن د وخت حکومت يې ملاتړ وکړ او تر څنګ يې ودرېده.
دغه وزارت اوس هم دنده لري چې له تپل شوي ډېورنډ هغې غاړې ته خپلو فرهنګي او سياسي کړنو ته لاره هواره کړي او د افغانستان د ستونزې د حل په موخه ګامونه واخلي.
هشت صبح ورځپاڼې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې "چرا وزارت اقوام و قبایل داريم؟" همدا پورته ليکل بسنه کوي؛ خو تر همدې پوښتنې لاندې د لېندۍ په ۷مه، د دوی د خپرې شوې ليکنې نورو برخو ته راځم چې د افغانستان د ملي ګټو په خلاف يې ليکل کړي او بايد له افغان ولس څخه رسما بخښنه وغواړي.
دغه وزارت د افغانستان د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح له قوله ليکلي چې هغه پښتانه چې د تپل شوي ډېورنډ هغې غاړې ته په ژوند کولو مجبور شوي؛ هيڅ کله يې له افغانستان سره د ژوند بيا تړلو تابيا نه ده کړې، د بېلګې په توګه يې د افراسياب خټک يادونه کړې چې د ډاکټر نجيب د دورې په اخېرو کې د پاکستان سفارت ته ورځي او د پاکستان پاسپورټ ترې اخلي.
د صالح صاحب خبره بالکل سمه ده. له تپل شوي ډېورنډ هاخوا څه، چې د پنجاب د سياست په جبر کې په ژوند کولو مجبوره دي، دې‌خوا د لوی افغانستان په ازاده برخه کې هم داسې شخصيتونه او کړۍ شته چې د دې تاريخي وطن د ملي ګټو خلاف عمل کوي، له ټولو ښه بېلګه يې همدا هشت صبح ورځپاڼه ده او نغده بېلګه يې په پرونۍ ګڼه کې د خپرې شوې ليکنې په اوږدو کې دغه برخه ده: 
"در حال حاضر افغانستان رسما بر پاکستان ادعای ارضی ندارد. با آن‌که مقام‌های حکومتی، از اطلاق مرز بر خط ديورند ابا ميورزند، اما کسی بر پاکستان ادعای ارضی نکرده است. هيچ سياستمدار پشتون پاکستانی هم، داعيه الحاق به افغانستان ندارد."
خو زه بيا هم وايم چې اوس هم د افغانستان هيڅ سياستمدار د دې جرات نه شي کولای چې تپل شوی ډېورنډ دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد په توګه اعلان کړي او يا دې لږ تر لږه له ځانه سره ومني.
د تپل شوي ډېورنډ په اړه د تېرو څوارلسو کلونو په ګونګ سياست سربېره، ولسمشر کرزي د خپل حکومت پر مهال بار بار ويلي چې د ډېورنډ کرښې په اړه هر ډول تصميم د کرښې د دواړو لوريو د ولسونو حق دی.
تېره ورځ ولسمشر غني د تپل شوې کرښې له هغې غاړې راغلي پلاوي ته په خپل سلام کې ويلي چې "خپل کور ته ښه راغلاست."
د ولسمشر غني دا خبر د دې څرګندويه ده چې پاکستان يې د دښمن په نوم پېژندلی، له ډېورنډ کرښې هاخوا ولس ته د افغانانو خطاب کوي او د ډېورنډ په اړه هر ډول پرېکړه له خپل وسه پورته کار ګڼي.
د لوی افغانستان پر مسله له ټولو ډېر ټينګار دغلته دی چې کله دغه کرښه د افغان پر سينه تېرېده، نو چا له افغانانو پوښتنه کړې وه چې اوس يې موږ پوښتنې ته اړ و اوسوو.
د کرښې هاخوا پروت افغان به د پاکستان د جبر د سياست په اور کې سوځي، هغوی به مجبور وي چې سياسي ناره پورته نه شي کړای؛ خو موږ د خپلې پرې شوې ځمکې خبره کوو چې زموږ حقوقي حق دی.
ممکن داسې کسان هلته وي چې له دغې داعيې سره د پاکستان په ګټه چلند کوي... هغوی نو بيا سياسي حرموني دي.
هو دېخوا هم داسې کړۍ او اشخاص شته چې د سياست لپاره د قوم، سمت او د شخصي ګټو پاللو پرته نورې لارې چارې نه لري.
دغه کړۍ د ايران په قول استناد کوي چې که چېرې د ډېورنډ تپل شوې کرښه له منځه لاړه شي، نو په افغانستان کې به د پښتون شمېر زيات شي... دا ټول استنادونه د قومي او سمتي سياستونو پايلې دي چې د افغانستان په هر قوم، پښتون، تاجک او... کې په بېلابېلو بڼو پيدا شوي او لا به هم پيدا کېږي.
د لوی افغانستان مسله ځکه د افغانستان د سياست تر ټولو حياتي اړخ دی چې د تپل شوي ډېورنډ له رامنځ ته کېدو سره سم د دې خاورې ټول سياسي، اقتصادي، کرنيز او سوداګريز ارزښتونه له ګواښ سره مخ شوي، بلکې له منځه تللي دي.
په همدې تړاو د ملګري حبيب خان پرونی فېسبوکي پوسټ ښه دليل دی: 
"يوه ايراني ويلي و چې د ډېورنډ کرښه ښه ده، کنه پښتانه به په افغانستان کې غوڅ اکثريت وای. زموږ ځينې غيرپښتانه وروڼه تپل شوې ډېورنډ کرښې ته له همدې زاويې ګوري. دا تپل شوې کرښه يوازې تاريخي او عاطفي مسله نه ده، بلکې دې کرښې د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر مات کړی دی. ډېورنډ کرښې افغانستان له سمندر څخه پرې کړ، بشري او طبعي منابع يې ترې جلا کړي او د انګرېز پرکټي پاکستان ته يې دا زمينه برابره کړه چې له کرښې هاخوا افغانان او افغان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي. "
نو که موږ افغانان د افغانستان د ساتنې سياست همداسې په قوم پالنې باندې څرخوو، نو د دې لويې خاورې ټول قومونه به د ايران او پاکستان د سياست په ژرنده کې دل وي.
موږ بايد د يو ملت په توګه وړاندې تګ وکړو، له همدې زاويې له شخصي ګټو واخله تر ملي ګټو پورې مزل وکړو؛ نو هله به مو د افغان نيشنليزم تر سيوري لاندې د هېواد د ستونزو د حل په لوري ګامونه اخيستي وي.
موږ ته په کار ده چې د افغان انسان په توګه خپل حقوقي مسايل په نړيواله کچه داسې مطرح کړو چې د لوی وطن د ګټې اړخونه پکې نغښتې وي؛ که د افغان پښتون، افغان تاجک، افغان هزاره او افغان... حقوقي مسايل په سياسي چوکاټ کې ځای پر ځای کوو؛ نو ميدان بايللی وبولئ.
د اقوامو او قبايلو وزارت ته په کار دي چې خپلې بنسټيزې کرښې ته بېرته واوړي، کنه نو رښتيا يې له تېرو پنځلسو کلونو د ګټې کومه بېلګه نه لرم.
د وطن له محکومې برخې په تېرو ورځو کې د راغلي پلاوي په اړه په زغرده وايم چې د افغان سياست پلوو پښتنو يې د سلام او احترام تر څنګ ملاتړ په کار دی او هغه چې په دې تله کې سپک خېژي؛ نو سپکول يې په کار دی، بلکې له افغان دستراخونه يې پورته کول په کار دي.
شکر دی چې لا هم د تپل شوي ډېورنډ دواړو غاړو ته داسې اشخاص او کړۍ لرو چې د لوی وطن په چوکاټ کې د افغان ژوند د سوکالتيا لپاره ستړي دي.
وخت به راځي چې د هر تن احساس به داسې وايي؛
افغانستان پوره کول غواړي، خيبر نه لري.
 
سرخط‬ ورځپاڼه