د کابل لاريون،موږ پښتانه يوو، هزاره يوو؛ خو افغانان نه يوو


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 277

 زموږ اوښکې، زموږ غږ او زموږ حواس هغه وخت غبرګون ښيي چې د قوم په توګه د درد احساس وکړو... همدا مو له ټولو ستره نيمګړتيا ده.

تر هغه چې موږ د يو ملت- افغان په توګه د خپلو ټولو وينو تويېدلو او ټولو 
کړکېچونو د حل لپاره په يو اواز غږ نه وي پورته کړی، نو همداسې به وژل کېږو.
همداسې به يو بل رټو، همداسې به پر يو بل تورونه لګوو...همدا مو هغه کمزوري ده چې وسله‌وال دښمن مو پرې پياوړی کېږي.
په موږ پورې مشهوره ده چې تر پېښه وړاندې د پېښې د مخنيوي په اړه د فکر وس نه لرو؛ خو ډېره بده لا دا ده چې تر پېښه وروسته هم په فکري توګه د راغلي بدحالت د مخنيوي لپاره لازم ګامونه نه شو اخيستلای... 
د وژل شوي کورنۍ مو ژاړي... مدني فعال مو ستوني خلاصوي او سياسيون د وينو په ډنډ کې په خپلې ورکې پسې لاسونه وهي.
زموږ د افغانانو دښمن يو دی، وحشتناک دی، ظالم دی؛ خو د دښمن دغه ځواک زموږ د کمزورۍ لامل نه دی، بلکې موږ د خپل ويجاړ حالت، د خپلو وژنو او بربادۍ مسوولين په خپله يوو، په لوی لاس مو دښمن پر ځان ځواکمن کړی دی.
موږ خواره واره يوو، موږ پښتانه يوو، موږ هزاره يوو، موږ ازبکان يوو، موږ تاجک يوو...؛ خو افغانان نه يوو او همدا نه سړيتوب مو د زابل د پېښې او له دې مخکې د شينوارو د پېښو، د پکتيا په کټواز کې د واليبال لوبې پر مهال د وژنو او...بنسټيز لامل دی.
کله چې په شينوارو کې داعش افغانان پر بمونو کښېنول او نوی پيدا شوی ماشوم يې د مور په مخ کې دوه څېرې کړ... ټول وطن و نه ښورېد، يوازې پښتانه خپه شول، ځکه چې وژل شوي پښتانه وو.
د پکتيکا په کټواز کې د واليبال لوبې پر مهال وسله‌والو طالبانو د چاودنې له امله د لسګونو پښتو پر وژنه يوازې د پښتون پر فېسبوک پاڼه د پکتيکا د وير سره جنډه لګېدلې وه؛ بله خوا په زابل کې د ازبکستاني وسله‌وال داعش په لاس د اوو افغانانو پر وژنه يوازې د هزارګانو غبرګون ښکاره شو، ځکه چې وژل شوي هزارګان وو.
تر دې چې د زابل د پېښې له امله مې پر فېسبوک داسې پوسټونه هم وليدل چې د دغې پېښې پړه يوازې پر پښتون اچول شوې وه...ناوړه او غيرمنصفانه پوسټ وو.
وسله‌وال طالب چې د پښتون په نامه يې توپک راپورته کړی، له ټولو ډېر يې د پښتون کاله د سر او د کار سړي ووژل، له ټولو ډېر يې د همدې ولس سياسي حيثيت ته صدمه ورسوله؛ خو اوس د جګړې اړخ بدل شوی اوس نو د پښتون د وژنې د روانې لړۍ تر څنګ په پرله پسې توګه د افغانستان د ستر ملت د هرې ستنې په سستولو پسې کولنګ اخيستل شوی دی، همدا ده چې د هر قوم د وژنو لړۍ پيل شوې ده.
زموږ ګډ دښمن ولې هزاره د مزار کابل پر لاره نه وژني، ولې يې د باميان او کابل پر لاره نه وژني چې د زابل او کابل پر لاره يې وژني، ځکه چې مسلې ته بايد قومي بڼه ورکړي. اوس مو هم وژني او هم مو د يو بل له جنازې پورته کولو ګرځوي.
د کابل لاريون د افغانانو حق و؛ خو چې د بنسټيزې ستونزې د حل په موخه شوی وای، خو حيف چې موږ تل په دغسې حالاتو کې د قوم په توګه رامخې ته کېږو او د افغانستان ګټنې ډګر کې د ستر ملت-افغان په توګه ماتې خورو.
موږ بايد له خپل نظام او په نظام کې له خپل حکومت څخه د شته حالاتو د سمون لپاره د قوم په توګه نه، بلکې د يو ملت په توګه پوښتنه وکړو، بلکې فشار پرې راوړو چې د وطن د شته حالاتو لوری بدل کړي.
په تېرو څو کلونو کې مو سړکونه پاخه شول، خو په زهني توګه مو پراختيا کمه وکړه.
لا هم د قومي نيشنليزم په غيرشعوري ډنډ کې نښتي يوو. تر هغه چې د قومي نيشنليزم د پالنې پر ځای د افغان نيشنليزم د پالنې له اړخه ټول قومونه د يو ملت په توګه راغونډ نه کړو، د هېواد پالنې هراړخيز مړژواندی حس بېرته ژوندی نه کړو او د دين-اسلام پالنې بنسټيزو ټکو ته بېرته و نه ګرځوو؛ نو هم به مو په بېلا بېلو نومونو دښمن وژني او هم به په خپلو کې د دښمن په ګټه پر يو بل خوله لګوو.
د زابل په څېر د افغان وژنې ورته پېښې مې هومره نه دردوي، څومره چې مې پر فېسبوک د خوار افغانستان د اوسېدونکيو پر يو بل لفظي ګوذارونه ټيټ سترګی کوي. دښمن دا هر څه څاري او دعوه کوي چې موخې ته ورسېدل.
دښمن زموږ په وژلو نه بريالی کېږي، ځکه چې له تېرو څو لسيزو مو په يو او بل نامه وژني؛ خو په دې وروستيو حالاتو کې د دښمن د برياليتوب ځينې څرکونه ښکاره شوي او هغه څرکونه همدا دی چې زموږ تر منځ د بدرنګه سياست پر پله په قومي توګه د ولسي لرېوالي ناوړې هڅې کېږي.
ازبک وژني او د تاجک د کور مخې ته يې مړی غورځوي... د پښتون پر کلي د تېرې شوې لارې پر سر موټر دروي او هزاره ترې ښکته کوي او وژني يې؛ خو موږ د دښمن د دغه چل په اړه فکر نه کوو.
کله چې له وژنو خبر شوو، که د قوم مو وي؛ نو منډه پسې اخلو، که نه وي؛ نو خپلې خونې ته ننوځو او د کلا دروازې ته غټ قولف اچوو.
حکومت ته بويه چې د هرې وژنې د ځواب ورکولو پر مهال سياسي حوصله ولري او د حالاتو د سمون لپاره ګامونه ګړندي کړي او د ملت جوړوونې په موخه بې‌سارې سياسي يووالي ته لاره هواره کړي.
د ازبک، پښتون، هزاره او تاجک ګټل مو نه ژغوري، تر هغه چې افغانستان و نه ژغورو.
د افغان پالنې پر لاره بايد د انسانيت هغې پوړۍ ته بېرته وګرځوو چې د هزاره وژل شوې نجلۍ، د پښتون وژل شوي قومي مشر، د ازبک وژل شوي سياستمدار او د تاجک وژل شوي هلک مرګ مو يو رنګ له خولې اه وباسي او زړګی مو ودروي.
يو افغان يو افغانستان.
‫سرخط‬ ورځپاڼه