سوله ترخوراک اوڅښاک هم مهمه ده


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 298

سوله هغه څه ده چې يواځې افغانان نه بلکې دنړۍ ټول وګړي ورته ترهرڅه زيات ضرورت لري،که په يوه هېوادکې امن وي،اتفاق وي،سوکالي وي، نو ټول به دسولې په شتون کې وي، راځو دې ته چې افغانستان په اوس وخت څومره له دغې ازښتمنې پانګې(سولې)څخه برخمن دى.
کله چې ښاغلى  حامدکرزى دافغانستان منتخب ولسمشر شو نو له هماغه وخت څخه يې په هېوادکې موجود ناورينونه وليدل نوله مخې سره يې اقدام وکړ،هغه اقدام څه وو،هغه دسولې اوپه هېوادکې دتلپاتې امن دراوستلوپه خاطر هلې ځلې وې،چې له ډېر وخت وروسته يې دسولې عالي شوراپه نوم کمېسيون جوړ او پخوانى جمهور رئيس اوداسلامي جمعيت ګوندمشر استادبرهان الدين رباني يې ددې شورى مشر وټاکه،استادبرهان الدين رباني  په اوايلوکې دسولې لپاره يوڅه ګامونه اوچت کړل خوداسې کومه مثبته او دافغانستان لپاره يې کومه ظاهري اوديادولووړ ګټه ونه ليدل شوه اودالړۍ ډېره تته اوسسته  روانه وه،استادبرهان الدين رباني د١٣٩٠هـ ل کال دوږي په ٢٩مه نېټه دسه شنبې په ورځ دکابل په وزير اکبرخان مېنه کې  په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو،چې له وژل کېدو راهيسې يې دسولې خبرې له مخالفينوسره بيخي په ټپه ودرېدې،چې دخلکوپه غوښتنه ولسمشر کرزى اړ شو ترڅو دې څوکۍ ته کوم بل وړ شخص پيداکړي،دغې څوکۍ ته دهغوکسانو چې ډېريې نومونه په خولوراتلل حضرت صبغت الله مجددى،پيرسيداحمدګيلاني اود برهان الدين رباني ځوى صلاح الدين رباني  وو.
خوله دغو درې نفروڅخه حضرت صبغت الله مجددى ډېر ټينګار کاوه چې بايد دى دسولې دعالي شورا مشر وټاکل شي ،اماکله چې ولسمشر ورسره داخبره ونه منله،نوده هم ګواښ کړ او له خپلورسمي دندوڅخه يې استعفا ورکړه،بله ورځ له پېښور څخه خپرېدونکې وحدت ورځپاڼې ديوه اژانس له قوله ليکلي وو چې پيرسيداحمدګيلاني هم دسولې عالي شورا له رياست څخه انکار وکړ اوولسمشر کرزي صلاح الدين رباني ددې شورى مشر اعلان کړى دى،چې داخبر بېرته ډېرژر دافغانستان  ملي اسلامي محاذ مطبوعاتي څانګې در کړ اوبې بنسټه يې وباله،وروسته له څو ورځو ولسمشر ددې شورې مشر صلاح الدين رباني وټاکه هغه  د خپلې لومړنۍ وينا په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه. ده همدا راز وويل، چې په هېواد کې د شته بې ثباتۍ او نا امنيو له منځه وړلو او د سولې په راتګ سره د بهرنيو ځواکونو شتون لپاره بل دليل نشته. د سولې د عالي شورا مشر د هېواد له علماوو، روڼ آندو، ځوانانو او د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له نورو هېوادونو ترکيې، امريکا، سعودي عربستان څخه غوښتنه وکړه، څو په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره دې خپلې هڅې نه سپموي  اوددې شورا برياليتوب يې له هېوادڅخه دبهرنيانو هرڅه ژر وتلل وبلل.
دصلاح الدين رباني  په څرګندونو کې د دولت وسله والو مخالفانو ته تر ټولو لوي پيغام دا و چې که جګړه بس کړي بهرنيانو ته د حضور اړتيا له منځه ځي. ده دا خبره په هغه پيغام کې هم کړې وه چې لومړي پلا تېره اوونۍ د ولسمشر کرزي له لوري د سولې د عالي شورا مشر ونومول شو.
افغانستان هغه هېواد دى چې وګړي يې له خوراک ،څښکاک اودژوندله نورواسانتياوو او ضرورتونوڅه هم سولې ثبات اوامن ته ډېره اړتيالري،ولې چې داهېواد داڅه باندې درې لسيزې دجنګ جګړو اوورانيو کوربه دى،دهر ګاونډي ملک دشخړې اولوبو ميدان ګرځېدلى دى،اوس بايد زموږهلې ځلې ،کړاوونه،قرباني ورکول،وينه تويول   يوځاى ونيسي او نور دغه کړېدلى ولس يوڅه دارام ساه واخلي،بس يې دى نور دهېڅ راز زورولو توان په ځان کې نلري،راځئ په ګډه سوال وکړو چې خداى دې نور خپل رحم پر موږ وکړي،او زموږ دمشرانو هغه هڅې چې ددې هېواد دښېرازۍ په موخه يې کوي ګټوره پايله ولري، دغه هرڅه ته دپاى ټکى کېږدي اونور ددغې بهرنۍ بلاڅخه هم چې راباندې نازله شوې او نابللې مو په خاوره کې مېلمه ده خلاص شو او يوپه ځان بسيا او متکي دولت  او ولس ولرو.