واوره اوباران هم ضرورت، هم مصيبت؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 379

الله ج به هرومرو دکوم پرهېزګار او ذاکر شخص سوال قبول کړى وي اودهغه د زړه دا اواز به يې اورېدلى وي چې دهغه ددوعاو او هغو اوښکو په برکت چې ل خلکو پټې به يې دهغه ج په دربار کې تويې کړې وي، دخپل رحمت لورينه وکړه،که موږ دامتل منو چې (د وچو له غمه لامده هم سوځي)،چې خلک تېر هرډول اقتباص کوي،لکه ځينې وايي چې په محله کې يو نا اهله او بداخلاقه شخص پيداشي نودهغه دکړنو له امله خداى پاک په ټول کلي غضب وکړي او کوم افت پرې نازل کړي چې ور سره ډېرنور په لوى عذاب مبتلاکړي.
خوداهم بايد ومنو چې ديوه نېک عمله او خداى دوسته انسان له برکته پر ،هم ډېرو بدبختو او زليلوخلکو دخداى احسان کېږي.
مطلب داچې لايزال رب په داسې حال کې کابل د سپينو واورو،په جامو رنګين کړ،چې نور دخلکو تمه شلېدلې وه،چا فکر نه کاوه چې له دې وروسته به واوره وشي، ټولوفکر کاوه چې ژمى خو همداوو چې خلاص شو،خوباران او واوره بياهم وشول، خپل بنده ګان يې له خپل رحمت څخه بې برخې نه کړل، له کابل څخه دکابل مېشتو لپاره يې يوه تُرکي ناوې ترې جوړه کړه، په ترکيه کې کله چې يوه جوړه غواړي واده وکړي نو دا عام رواج دى چې ناوې به د واده په لومړۍ ورځ سپنې جامې اغوندي.
سږنۍ واوره په داسې حال کې کېږي چې دکابل ښار هوا نوره د انسانانو د تنفس وړ نه وه، دومره کثيفه اوله ويروسونوڅخه ډکه شوې وه ،چې په يوډول ګازو بدله شوې وه،اودامعلومات ډېرهغه چاته کېږي چې له ماښام وروسته ګشت او ګذر کوي،دابه ورته معلومه شوې وي،چې داکسيجن اخستوپه وخت کې  يې ستونى يوډول سوخت کوي،اوترخه  حس کوي،خو اوس ښه شو ددې باران او واورې سره به دغه ستونزه کمه شي، او ناروغۍ به هم کمې شي،کنه نو خداى خبردسږني ژمي وچې يخنۍ به څومره تلفات له ځانه سره لرل،هغه متل دى چې وايي: (کابل بې زر باشد،نى بې برف).
اما يوه خبره بله هم شته ،هغه داچې که له يوې خوا باران او واوره د خلکو او ښار تر ټولو اهم او اشد ضرورت دى نو له بلې خوا بيا يو شمېر خلکولپاره له ناسور اونه جوړېدونکي ټپ څخه هم کمه نده،پوښتنه به درته پيداشوي وي،چې ايا داسې څوک به هم وي چې باران او واورې ته دداسې وچکالۍ په موسم کې خفه شي،دابه هم درته په زړه وي چې، په ځينو ولاياتوکې دباران دغوښتلو لپاره خلکو د استسقالمنځونه وکړل او دالهي  دربار ته يې لاسونه اوچت کړل،ترڅوپرې درحمت باران وکړي؟
هو دوستانو داسې کورنۍ هم شته چې نه غواړي باران،واوره او دادخداى پاک رحمت پرې وورېږي،دازموږهغه بې وزلي ،فقر او ناچاره هېوادوال دي چې په کور کې يو شلېدلى ترپال هم نه لري ترڅو يې ددوه لرګيوپرسر هوار کړي او ځان پرې له يخ شمال ،باران او واورې څخه وژغوري،هغو په هغې له ناروغۍ ډکې هوا خوښ دي،مګرپه دې صفا،رڼه اوله فايدوپه ډکه هواندي خوښ،هغوى وايي چې دهوا له ککړوالي سره خوبه په هرډول چې وي مبارزه وکړه، مګر له يخ سره خو مقابله ډېره ګرانه ده،ديخ په مقابل کې هېڅ نه شي کولاى،بغير له دې چې خپل کوچنيان له لاسه ورکړي.
داټولوته روښانه ده چې دکابل په ښار کې فقير،بې وزلي،سوالګر،معيوبين او معلولين لويه فيصدي جوړوي، نو هغوى چې دخپلې ګېډې دمړولو لپاره يوه افغانۍ نلري، نو دخپلو سرپناوو لپاره به يې له کومه کړي،دخپلو اولادونولوڅې ډډې به په څه پټې کړي، اوديخې بخارۍ او انګټۍ دګرمولولپاره به لرګي يازغال له کومه کړي.
همدارنګه بله لويه ستونزه چې زموږ ولس  ورسره لاس او ګرېوان دى هغه دسون دمواد دبيو خبرې دي چې نه په ځمکه اونه په اسمان کې دي،خو له ځمکې اسمان ته يوڅه نږدې دي اوله هغه ځايه يې رانيول بيا دهرچا کار ندى،چې په دې برخه کې تراوسه دولت داسې کوټلى ګام ندى پورته کړى،که څه هم چې درسنيو له لارې اوپه مستقيمه توګه د ښاريانو فريادونه اوري،برق بله پخوازېږېدلې ستونزه ده چې له دې سره خو اوړى او ژمى په خپړو يو،که برق دى،که دسون مواد دي،که خوراک دي اوکه څښاک ،يواځې او يواځې هغه چاته رسېږي چې،ددې هېواد والو په سر يې تل لوبې کړي ،ددوى په سرونو يې سوداګانې کړي اوکوي يې او نن يې ښه په نره مصرفوي او هغه خلک چې هېڅ نه لري خداى دې يې مل شي، په هغوى هم دخوارۍ او غريبۍ خپسې منګولې داسې کلکې نښلولي دي چې هېڅ يې د پرېښودو تصميم نلري.