دايمي اډې که دايمي اسارت؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 313

 آيا کرزى پر امريکا خپل شرايط منلى شي ؟


ايا له  موجوده حکومت سره داتوان شته چې پر امريکايانو دافغانستان په ګټه شرايط ومني؟ نه هېڅکله هم نه ،کوم حکومت چې له هره پلوه  بل حکومت ته اړ وي امنيت يې ورته   هغه  ساتي ، ځمکه او هوا يې دهغه په واک کې وي ،ټوله عادي او پراختيايي  بوديجه  او دحکومت او پوځ لګښتونه يې ورته هغوى ورکوي  ، دهغوى  په نشتون کې يوه ورځ هم دخپل پايښت تصور نشي کولى    نو څنګه به پرهغوى شرايط کېږدي او څنګه به يې پرې   ومني ؟ 
 افغان  حکومت څوڅو ځله  له امريکا څخه بېلابېلې  غوښتنې وکړې  دبېلګې په توګه دملکي وګړيو   ژوند ته د پام ، دافغانانو دوداو دستور او مذهب ته داحترام ،د افغان حکومت  له لارې  دمرستو لګول   او نور خو يوه يې هم ونه منل شوه .
دولسمشر او لومړي وزير په کچه چارواکي افغانستان ته راځي خو افغان حکومت له سره نه خبروي  او يا پداسې وخت کې خبر شي چې بېرته روان وي کله کله  د ديپلوماسۍ په خاطردلته څوشېبې له  افغان چارواکيو سره کېني او کله دا اهميت هم ورنکړي او دحکومت بې چاره ويندويان بيا وايي چې ښه وو زموږ له  ولسمشر   سره  يې   په تيليفون خبرې وکړې .امريکايانو دلته لسګونه جنايتونه وکړل خو يو يې هم چا محاکمه نکړ اونه ورسره امريکايان دامني چې  دکمزورو او درپه دره افغانانو لپاره ددوى پوځيان  په تکليف کړل  شي نو که داحکومت احياناًپر هغوى ځينې شرايط هم کېږدي  نو هېڅ داسې تضمين نشته چې سبايې هغوى منلو ته اړباسي .
له ملګرو ملتونو څخه دامريکا دارالانشاء جوړه شوې  او امريکا يې دخپلو ګټو لپاره دنانځکې په څېر کاروي خپله هره ناروا پرېکړه پرې عملي کوي  او دامريکا له خوښې او اشارې پرته هېڅ هم نشي کولى . ظاهراً همداسازمان د نړيوالو ستونزو دهواري مرجع ده  او مظلوم ولسونه بايد دظالم له لاسه همدې سازمان ته رجوع وکړي  خو کله چې داسازمان پخپله دامريکا  ګوډاګى شي نوپرېکړه به پر چاکېږي او چاته به شکايت کېږي؟ . دلته هېڅ داسې سازمان او يا مرجع نشته چې له امريکاورته شکايت وشي او شکايت ته يې غوږونيول شي
همدا اوس جاپانيان او المانيان   پخپل هېواد کې  امريکايي نظامي هډې نه غواړي خو چاته ورشي او کوم قانون ته رجوع وکړي؟  امريکايان هم ترې نه وځي ؟  
امريکا دجاپان په څېر  له ځينو هېوادونو څخه دخپلو نظامي هډو په بدل کې کرايه اخلي جاپان له نړيوالې جګړې وروسته  هرکال امريکا ته ددې لپاره   څلور ميليارده ډالر ورکوي  چې له چين اوشمالي کوريا څخه يې وساتي خو دجاپان نوى کول(نسل ) له دې تړون سره مخالف دى ، په جاپان کې ترټولو مقتدر  ګوندچې له ٦٠ کالو راهيسې  هلته حکومت کوي   پدې  پلمه له خلکو رايې واخستې چې د امريکا داهډې به وباسي خو متحده ايالات دهډو دوېستلو په اړه  د هغوى خبر نه  مني اوهغوى هم   داسې کوم نړيوال قانون نه ويني چې ورته رجوع وکړي همدا لامل دى چې په جاپان کې نظامي هډې اوس هم شته او  کله   چې دجاپان دا حکومت چې له خلکو سره يې دامريکايي هډو دوېستلو ژمنه کړې وه پخپله ژمنه کې پاتې راغى  نو له يونيم کال وروسته  يې حکومت ړنګ شو 
امريکا دنظامي هډو په اړه  له جاپان سره کړى يو تړون هم عملي نکړ  هغوى يې  له اتوم جوړولو ايسار کړل خو خپله  يې  هملته ورته اتوم راووړ..
نوکه امريکا له افغان حکومت سره  دنظامي هډو په  اړه کړې پرېکړې عملي نه کړي  نو افغانان چاته  عريضه وړاندې کړي . په نړۍ کې تراوسه  داسې کوم نړيوال  قانون هم نشته چې دنظامي هډو په اړه جوړ شوى وي  او له مخې يې بياددې تړون فسخه وغوښتل شي .
خو په افغانستان کې خو اوس دوى مطلق خپلواکه  دي او آن   دافغان حکومت وزيران  داوبوزګ هم ورته  نه ښکاري  خپلو هډو ته دننوتلو اجازه  خو بيخي نه ورکوي .
   دا هډې همدا اوس هم په  افغانستان کې شته خو د کابل حکومت هېڅ لوړرتبه او ټيت رتبه مامور  ته اجازه نشته  چې ورننوځي   
افغان خبريال او سياست پوه ډاکتر نبي مصداق ليکي چې  درې کاله پخوا  ډاکتر دادفر رنګين  سپنتا  چې د بهرنيو چاروبرحاله  وزير و وغوښتل  چې په  بګرام کې دامريکايانو دنظامي هډې په روغتون کې دخپلو غاښونو درملنه وکړي  ،خو امريکايانوهغه  له  دروازې بيرته راوګرځاوه او اجازه يې ورنکړه حال داچې يوې  عادي  افغانې  انجلۍ ته  چې امريکايي پاسپورټ ېې درلود، او دا قصه ېې هغه   ته کړې په هماغه شېبه دننولو اجازه ورکړل شوه.
ښاغلی کرزى دومره واک نه لري چې امريکايي سړي خواره د ماشومانو له وژنې څخه منع کړي . په کونړ کې پر ماشومانو له بمبار وروسته په داسې حال چې ددې بمبارد يو دوه کلن کوچنى قرباني هم راوستل شوى و  منتخب ولسمشر!! حامد  کرزي په خپل غبرګون کې  وويل چې هغه  له ناټو په تېره له امريکا څخه "په تواضع او عاجزۍ، نه په کبر"، غواړي چې جګړه بس کړي . نو يو ولسمشر چې د يوه پردي  جنرال په مخ کې دومره عاجزي کوي او آن هيله هم ترې  په جرئت کولى نشي ، له هغه څخه به څنګه دا تمه وشي چې دی به له زبرځواک څخه اوسمهال د افغانانو ګټې وساتي . 
بلخوالکه چې وموويل  زموږ هوايي او ځمکنى حريم ټول د امريکا په واک کې دی . د امريکا چې زړه څه غواړي پرې کوي يې  ،که  بمبارد پرې کوي،  که ، سوځوي يې، که عسکر ورته راولي، که  ترې وځي،  که  بل ته يې په واک کې ورکوي  که    خپلې   اتومي او نوې وسلې پکې آزمويي او که خپل عسکر پکې روزي . د افغانستان بهرنی او کورنی سياست د افغان دولت په واک کې نه دی، بلکې ناټو، په ځانګړې توګه امريکا او ايران يې  ټاکي . آيا افغان حکومت يې پروړاندې څه کولى شي؟