دايمي اډې که دايمي اسارت ( درېيمه برخه)


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1052

 امريکا ولې دايمي اډې غواړي؟

ايا دادامريکا غوښتنه ده اوکه دپنټاګون تصميم؟
اوداسې نورې بلاډېرې پوښتنې رازېږېدلې اوبېلابېلې انګېرنې يې په ځواب کې رامنځته ؛شوې دي، چې يوه يې هم هغه څه ته نه ده ورته چې پخپله دسپينې ماڼۍ او دپنټاګون دسرسړي يې وايي، دمتحده ايالاتونو پخواني ولسمشر بېل کلنټن پر ١٩٩٤کال د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کې داسې ويلي وو،چې (که چېرې زموږ ملي امنيت له ګواښ سره مخامخ شي ،نو کولاى شو چې له نوروسره په ګډه عمل ترسره کړو او که اړتيا وه نو آن په يوازې توګه به هم داکار ترسره کړو، موږ به له ډېموکراسۍ څخه هم کار واخلو خو که اړ شو له زور او زياتي څخه هم).....
بل لور ته سيمې ته دامريکا دراتګ لامل څه دى، ايا له افغانستان سره مرسته اوکه نه تر کاسې لاندې يې کومه نيم کاسه شتون لري،په دې اړه دامريکا په زړه کې پټ ارمان دامريکا دپخواني ولسمشر بُوش مرستيال ديک چيني په ژبه داسې زمزمه شو: (واشنګټن به هله برياليتوب ته ورسي ،چې دروسيې د نفتو زېرمې ترخپلې ولکې لاندې راولي،دروسانودجمهوري اتحاد له ړنګېدا وروسته په ١٩٩١کال دروسانو ټوټه ټوټه کېدل او دهغوى دنفتو په زېرمو ولکه د واشنګټن دستراتېژۍ له مهمو اوبنسټيزو اهدافوڅخه دي اوداچې ولې،په دې اړه له روسيې سره مخامخ ګوتې نه ماتوي نو ديک چيني يې په دليل کې وايي چې روسان اوس هم اتومي غاښونه لري.
چين ،هند،روسيه او ايران غواړي چې په سيمه کې د سترو ځواکونو په توګه بروز وکړي  مګر په سيمه کې امريکايي پاليسيو يې ددغو ارادو پروړاندې ډب اچولى دى اما بياهم خپله ځواکمنتيا پراخوي او وخت ناوخت ديونيم ميزايل په ازمېښت سره دسيمې د ملکۍ دعوه کوي،چې داکار ايران ډېر اوپرله پسې کوي او وايي چې داتوغندى تلابيب ويشتلاى شي،او دغه بل يې دعربي بحيرې دويشتلوتوان لري او دغه دواړه واټنونه دامريکاخوښ نه دي او دامريکا د دفاعي پلان سره په تضاد کې واقع دي ،دډيفنس پلاننګ ګايډنس په نامه يو لارښود کې دواشنګټن دريځ په دې ډول روښانه شو ى دى(نور ملتونه او احتمالي ټلوالې شته دي ،چې کېداى شي په اوږدمهاله توګه خپل پوځي ځواک ته پراختيا ورکړي او داستراتيژيکو موخو په پلي کولو سره ،په سيمه ييز او نړيوال ځواک بدل شي ،موږ بايد خپل ستراتيژي دې ته متمرکزه کړو،چې دداډول احتمالي سيالانوله رامنځ ته کېدو څخه مخنيوى وکړو.)
پورتنيو څرګندونو ته په کتو سره ايران او پاکستان په سيمه کې هغه هېوادونه دي ،چې سيمې ته د امريکايانو راتګ ته يې دواشنګټن له منطق سره سم شرايط چمتو کړل،يويې داوږده واټن ويشتونکي راکټونه او توغندي هواته الوزوي او بل يې د سوداګرۍ دنړيوال مرکز دبريد مسؤوليت اخستونکي ته په پوځي مرکز کې پنا ورکوي.
په عمومي توګه دامريکا دپوځي اډو جوړولو اهداف په ځانګړې توګه دنظامي مخ په ودې هېوادونو ،دنفتودزېرمو،دسالو او دښمنو هېوادونومحاصره کول او نور دي چې دامريکا پوځي ماهرجوزف ګرسون ورته په دې توګه اشاره کوي:
١_داوسني وضعيت تضمين:
پوځي اډې بايد د ګواښ او وېر ولو له لارې تر لاسه شوى او سنى وضعيت تضمين کړي،دبېلې په توګه په سويلي کورياکې دمتحدو ايالتونو د پوځي اډو دنده ګواښول دي ،په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ددغه هېواد د پوځي اډو د جوړولو موخه وېره ول او په دې توګه د سيمې د تېلو پر طبعي  زېرمو د کنټرول تضمين او دهغو د را اېستلو امتياز تر لاسه کول دي.