دايمي هډې كه دايمي اسارت؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1063

  لومړۍ برخه 

له نړۍ راتاو امريكايي جال 
ليكوال محمدحسن حقيار
 
په دې وروستيواوونيوکې دافغانستان او امريکا داستراتيژيکو اړيکو دتړون موضوع دافغانستان سيمې او لوېديځې نړۍ درسنيو توده موضوع اوسرليکونه دي.
په ٢٠٠٥ زېږديزکال سناتور  لينسي ګراهام او هيلري کلنټن افغانستان ته راغلل او په لومړي ځل يې   دسي اى اې  په اشاره  دافغانستان او متحده ايالاتو داستراتېژيکو اړيکو موضوع مطرح کړه ، دې کسانو له  همدې نېټې  ددې کار لپاره په ذهن جوړونې پيل  وکړ او دخلکو ذهن ته يې دوريځو داښامار وروړاندې کړ چې که  داهډې په افغانستان کې نه وي نو افغانان به يوبل وخوري او يابه ګاونډيان دوى له ستوني تېر کړي ..
  داموضوع  لومړى ځل ليسني ګراهام  له اى  بي سي ټلوېزيون سره مرکه کې مطبوعاتوته وغورځوله ددې اړيکومهمه برخه يا بنسټيزه موخه په افغانستان کې دمتحده ايالاتو دايمي نظامي هډې جوړول دي.
امريکا نړۍ په   شاو خوا ١٥٨هېوادونوکې تر اته سوه ډېرې نظامي هډې لري.
هغوى له همدې کبله  په افغانستان کې کمزورى حکومت جوړ او ترشا يې ودرېدل  چې آن دځان ساتنې ترحده  دوى  ته اړ وي .
دجرمني ،فرانسې ،جاپان ،کوېټ اوسعودي په څېر ځواکمن اوشتمن هېوادونه هم دامريکا دمتحده ايالاتو دنظامي هډو کور بانه دي، له شک پرته له دې هډو څخه دامريکا موخه دخپلې امپراتورۍ دتنابونو غزول په نړۍ کې دخپلو اتقسادي ښکېلاکي موخو او ګټو ساتل په نړۍ کې دخپلې واکمنۍ تثبيتول، دخپلو مخالفينو څآرل او دهغوى له منځه وړل او نورې ګټې استخباراتي موخې تعقيبول دي امريکا همدا اوس هم دپرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته دنړۍ ډېره برخه او ځمکنۍ څآر دايره پراخه کړي.
دشوروي له ماتې وروسته امريکا ددې پرځاى چې خپل حريف مات وګڼي  او نورنظامي هڅو او وسلو جوړولو ته اړتيا محسوسه نکړي ، برعکس ددې لپاره چې پر نړۍ واکمنه شي  اوباداري وکړي خپله نظامي بوديجه يې ډېره او د نړۍ  په استراتيژيکو نقطو کې يې نظامي هدې جوړې کړې ،  امريکا دنړۍ لپاره نوې نفشه جوړه  کړه ځينې هېوادونه يې پکې وزېږول  ځينې يې منحل ،ځينې يې  لوى او ځيني يې کوچني کړل دا نقشه  له پنتاګون څخه راووته او درسنيو لاس ته ولوېده  چې په غالب ګومان امريکا تراوسه  پدې اړه چپ دى او آن رد کړې يې هم نده  .
دجان اف کينډي  دڅيړنيز مرکز له مخې،  امريکا دامهال دنړۍ په بېلابېلو استراتيژيکو سيمو کې  د  
٧٠٠ او   ٨٠٠ ترمنځه نظامي  ، بحري ، جاسوسي  او هوايي هډې لري .چې ټول  ١٤٠٠٠٠عسکر پکې بوخت دي  له دې منځه ٧٣٠ يې مهمې هډې دي .
خو ديونای الفتروتيپياورځپاڼې  دخبر له مخې، دامعلومات  له ٢٠٠٥ کال څخه وړاندې دي او تردې وروستۍشمېرې   پکې داخلې ندي ښايي داهډې اوس نورې هم ډېرې شوي وي .
ډېر څېړونکي وايي چې دامريکا نظامي بوديجه   دنړۍ دټولو هېوادونو دنظامي بوديجې له ٤٥ څخه تر ٥٠سلنه بوديجه جوړوي.
دميډل ايست انلاين دراپور له مخې ،دامهال په نړۍ کۍ دامريکادنظامي واحدونو (يونيټونو)شمېر ،له ٥٢٠٠٠ څخه ډېرې ودانيو او   له ٣٨٠٠٠ څخه ډېرو ذخيرو ته  رسېږي   او له ٩١٠٠ څخه دډېرې داوسپنې پټلۍ کنترولوي.
 دامريکا دنړيوال  امنيت د  ځواکونودوياند  وين شانګز  دوينا له مخې ، امريکا  په٢٠٠٩ زېږديزکال کې په  افغانستان کې ٤٠٠مرکزونه درلودل اوپه ٢٠١٠ کال کې دولس نور مرکزونه هم پرې ورډېر شول .
 د سوډان په جنوب  کې  له ډېره وخته راهيسې  دامريکا نظامي هډې شته  دي چې داهېواد يې له ګڼو بدمرغيو سره لاس او ګرېوان کړى او آن دشمالي سوډان او جنوبي سوډان په نوم يې  دوېش تر سرحده   وروساوه .
دوام لري