له بې سواده ولسوالانو سره به څه کوو؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اختر محمد اسلام خیل
  • 279

څو ورځې دمخه د خلکو یو شمیر استازو په دې سخته اندیښنه وښوده چې لا اوس هم د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې یوشمیر ولسوالان د لیک لوست له نعمت څخه بې برخې دي  دافغانستان دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مرستیال هم د ولسي جرګې په غونډه کې په دې اعتراف وکړ او د استازو هغه خبرې یې هم تایید کړې چې دهیواد په زیاترو ولسوالیو کې ولسوالان  په لیک لوست نه پوهیږي.
اوس چې دادی دبن دکنفرانس په پایله کې دنوي نظام له جوړیدو څخه نږدې لس کلونه په تیریدو دي زموږ حکومت لا نه دی توانیدلی چې په سیمه ایزو ادارو کې وړ کسان وګوماري. ځینو نړیوالو رسنیو تر اوسه په دې اندیښنه څرګندوله چې دافغانستان دملي اردو او ملي پولیسو زیاتره منسوبین بې سواده دي او دا یوه لویه ستونزه او نیمګړتیا ده.
 اوس چې د زیاترو ولسوالانو دبې سوادي موضوع رالوڅه شوه نو سړی ویلای شي چې پکه دا دې لابله سپکه.
سیمه ایزې ادارې له خلکو سره د حکومت د ارتباط پل ګڼل کیږي او دا سیمه ایزې ادارې دي چې ولس ته دحکومت انځور وړاندې کوي، همدا سیمه ایزې ادارې دي چې دحکومت پلانونه باید پلي کړي او دا سیمه ایزې ادارې او ولسوالان دي چې باید کار وکړي، دخلکو ستونزې هوارې کړي او حکومتي اجرآت پخپل وخت ترسره کړي.
داسې ولسوالان به چې له سواد څخه بې برخې وي په څه ډول دحکومت چارې ترسره کړي په افغانستان کې د اوسنۍ کړکیچنې وضعې یو علت هم دسیمه ایزو چارواکو ناسم اجرات ګڼل کیږي دهمدوی د ناسمو اجراتو له امله ده چې دخلکو او حکومت ترمنځ واټن پراخ شوی او ورځ تر بلې پسې پراخیږي.
زه چې کله په ټلویزیون کې دهیواد ځینې ولسولان ګورم په څیره کې یې زموږ دحکومت دماتې نښې له ورایه راته ښکاري دا ډول ولسوالان او سیمه ایز چارواکي دي چې خلکو پر حکومت باور بایللی دی او ښایي هغه کسان ګرم ونه بولو چې دخپلو ستونزو دهواري لپاره دحکومتي ارګانونو پر ځای د حکومت مخالفو وسله والو ته مراجعه کوي هغوی ویني چې ولسوالان یې عریضه نه شي لوستلای او ددوی په ستونزو او دهغوی دحل په لارو چارو نه پوهیږي او یو شمیر چې بیا پوهیږي له هغوی سره د اداري فساد توره بلا ملګرې ده او زموږ دغریبو خلکو هډوکي زبیښي.
د طالبانو له را پرځیدو او د لنډمهالې ادارې  او ورپسې د انتخابي حکومت په رامنځ ته کیدو سره دخلکو غوښتنه دا وه چې په سیمه ایزو ادارو کې باید داسې کسان وګومارل شي چې دنورو کادري معیارونو ترڅنګ وطن او نظام ته وفادار وي. که په یوه ولسوالي کې یو واکمن بې سواده وي  نو له هغه به څه تمه وشي چې دحکومت پروګرامونه عملي کړي او آیا زموږ ولس به پر حکومت لا تردې زیات خپل باور ونه بایلي؟
خلک پوښتي له دغو دومره لګښتونو سره سره چې د ښې حکومتداري لپاره او ددولتي بنسټونو دجوړولو لپاره ولګیدل او دنړیوالې ټولنې له دومره بې دریغه ملاتړ سره موږ بیا هم هغه ستونزې لرو کومې چې په ۱۳۷۱ کال کې ورسره لاس وګریوان و. دتنظیمونو د حکومت پر مهال په واکمنو تنظیمونو پورې تړلي کسان ولسوالان او والیان شول دخلکو هیله داوه چې دنوي حکومت په راتګ سره به د روابطو پر ځای ظوابط په پام کې ونیول شي دتنظیمي حکومتونو ناکامه تجربه به بیا تکرار نه شي او په کار پوه او صادق وطندوستان به په سیمه ایزو ادارو کې وګومارل شي خو په افسوس سره چې لا اوس هم زموږ پر حکومتي ادارو شوم تنظیمي سیوری پروت دی ، څوک چې ټوپک لري او زور و زر لري هغه دحکومت پر څوکۍ ناست دی.
زموږ په ولایتونو او ولسوالیو کې د داسې بې کفایتو او بې سواده چارواکو شته والی و، چې وضعه دې حالت ته راورسیدله، یو بې سواده چارواکی به څه اجرات وکولای شي ددوی دغه نا کارایي وه چې خلکو دحکومت مخالفینو ته فنا یووړه که دغه بې سواده چارواکي او ولسوالان پر حکومت ډیر ګران وي یا ډیر زور لري نو بیا خو دې لږ ترلږه دسواد دزده کړې کورسونه ورته جوړ کړي چې حدا اقل لیک لوست خو زده کړي.
 دولت باید هغه کسان په دندو وګوماري چې هم کاري وړتیا ولري هم د وطن ملي ګټو ته ژمن وي او دنظام له پلانونو سره ضدیت او مخالفت ونه لري تر څو خلک دحکو مت پر پلانونو او اجرآتو باور پیدا کړي او اوسنۍ نهیلي له منځه ولاړه شي.