دافغانستان د١٣٨٩کال پارلماني ټاکنې به دټاکنو نړيوال ريکارډ ټينګ کړي


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 226

 افغانستان ځوريدلي،کړېدلي،ژړيدلي او په هره پېښه کې مات گوډ بچيان د يوې لسيزې په اوږدو کې چې په حکومتي لحاظ ډېره کمه موده ده ، د څو ځلو ټاکنو شاهدان، گډونوال او نندارچيان دي چې په دې بر کې دوه ځلې يا دوه دورې د جمهوري رياست ټاکنې او دوه دوه ځلې د پارلماني او ولايتي شوراگانو ټاکنې دي چې په افغانستان کې تر سره کيږي او تر سره شوې.خو له بده مرغه او بدبختانه بايد ووايو چې په دې يو ځل ټاکنو کې هم مونږ د شفافو له فساد او درغليو څخه ددخوندي ټاکنو شاهدان نه يو پاتې شوي،خوبرعکس د هر ځل ټاکنو په وخت کې د فساد،تقلب او لاس وهنو خبرونه اورو او گورو.له نورو تېرو ټاکنو څخه تېريږو او په دې متل بسنه کوو چې:څه چې تېر شو هغه هېر شو.راځو د ١٣٨٩ کال د وږي د مياشتې پارلماني ټاکنو ته چې کېداى شي د افغانستان په تېر او راتلونکي تاريخ کې يو ريکارډ ټينگ کړي ،داځکه چې په دې کې ډېرو نويو خبرو،کړنو او ضد او نقيس عملونو شاهدان او فاعلين يو دا ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې چې هېڅ څوک ورته مشروع ټاکنې نه وايي ، البته له خپل ځان سره خو په لويه کې ټول يو څه او بل څه وايي څوک يې له درغليو ډکې بولي.څوک درغلي نه مني،څوک يې تائيدوي او څوک يې ردوي .
په دې برخه کې څوټکوته اشاره کوو.
١:له درغليو څخه يې هغه طبقه خلک ډکې بولي چې پخپله يې په دې ټاکنو کې ځان د نوماند په توگه نومولى او يا هم د همدې نوماندانو کمپاينران دي هغه پر دې بنسټ چې نوماندان خويې ځکه له هر راز لاسوهنو څخه ډکې بولي چې له دې سيالۍ څخه يې غير له دې چې ستړي ،ستومانه ،په شپو شپوبې خوبه شي نور هېڅ نه دي ورپاتې،دا خوپه هرحال او هرڅه چې وشول هغه وشول،غم دهغو ښځينه کانديدانو دى ، چې کله له خپل کور نه هم بهرنوې وتلې ، خو په دې ټاکنو کې د يوه اوبل لخوا ورته سينه ډبول شوې وه چې له سيند نه به يې وچه کلکه پورې باسي،فقط دوى دې ځان ونوموي، او دوى هم دې ميدان ته داسې په مينه ور
ودانګل ، چې هسې لوبه ورته ښکاره شوه ، عيب دهغو ارايشونو او سينګارونو په مارکېټونوکې يې د ډېکورېشن (سينګارسامانونه )قېمته کړل ، چې دفلم او سينما نجونې او کارکوونکې يې حيرانې کړې وي او وېره ورسره وه چې دا دټاکنو اودخلکو دخدمت لپاره نه بلکې له موږ سره دسيالۍ ډګر ته راوتې دي،دلته بياراته هغه لنډۍ راته راياد شوه چې: (چايې پلو ليدلى نه و، دپارلمان ميدان ته ځي سرتور سرونه) او ددوى چمچې چې له دوى سره به لکه رابلدانوپه شان ښکته پورته کېدل، چې ورسره د برياليتوب په صورت کې د ډېرو خيالي ژمنو د تر سره کولو خبرې شوې وي ددوى لپاره ډېر د ورېځو اوښان جوړ شوي وو.خو کله چې (سواره وسوځيده )، ايره باد يوړه او د کوم انگار پته ونه لگېده چې دوى ګوتې پرې ګرمې کړې واى، نو دوى اوس په دې مجبور دي چې له هماغو پاوکم وکيلانو سره دستمال په لاس وگرځي او اوښکې يې ورپاکې کړي .
٢:له فساد،تقلب او جعلکارۍ څخه يې هغه طبقه خلک او گروه پاکې او شفافې گڼي هغه چې د نورو برعکس يا په دې ټاکنو کې بريالي شوي، يا د هغوى بالکې او يا هم بهرنيان،دا خلک يې ولې تائيدوي دا په دې خاطر چې دوى له دغې وبا څخه روغ ووتل په لسو تنوکې که څلور په خپله قانوني رايه پارلمان ته لاره موندلې وي،وي به کنه داشپږ خو هسې په نوم وکيلان دي او دوى ،خوپدې هم ښه پوهېږي چې يو هم پخپله قانوني او ازاده رايه دې پارلمان ته لاره نده پيدا کړې او ټولې د هغه درغليو څخه چې د ټوپک پر مټ به يې د ولس رايه په خپل او يا د خپل کانديد صندوق ته ورغوځوله او يا هم په هغو جعلي کارتونو چې د
پولې اغاړه د پاکستان هېواد په مطبعو او چاپځايونو کې په لسگونو زرو چاپ شوي وو.او دلته په افغانستان کې په پټه او ښکاره په داسې حال کې دانتخاباتو په ورځ وکارول شول چې آن صندوقونه ورته لېرې پرتو دښتو،پټيو او غرونو ته يوړل شول نو دوى خو يې بايد تائيد او شفافې وگڼي.
٣: دا چې ولې يې بهرنيان تائيدوي ،ملاتړ يې کوي او افغانان هم دې ته هڅوي چې دا ټاکنې ومني دا هم يوه دبحث وړ مسئله ده او هغه دا چې بهرنيان د افغانستان له جغرافيوي موقعيت او حالاتو څخه هيڅ خبر نه دي او نه په دې پوهيږي چې ددې هېواد په کوم ولايت او کومه ولسوالۍ کې د انتخاباتو پروسه ترسره شوې او په کومه کې نده ترسره شوى.ډېر خلک کېداى شي دارا سره ونه مني چې بهرنيان په دې نه پوهېږي او خبر نه دي،او حتماً دا ورته فکر ته ورلوېږي چې هغوى خو دا لس کاله وشول چې په دې هېواد کې مېشته دي او گوټ پر گوټ بلد دي. او له خپله افغانانوڅخه چې پلارنى ټاټوبى يې دى ډېرمعلومات لري،
خو دا به زما په ګډون ډېر نور ځکه ونه مني چې بهرنيانو ته يواځې هغه سيمې معلومې دي چې هلته يې خپل مقصد وي، په هغه ځايونو کې چې مقصد يې نه وي هلته تر اوسه د بهرني عسکر يا بهرني ديپلومات يا ناظر پښه څه چې د طيارې سيورى يې هم ترې تېر شوى نه دى.بل دا چې ددې ټاکنو په درغليو کې يواځې افغانان نه بلکې هغو بهرنيو ناظرينو چې له دې ټاکنو څخه يې نظارت کاوه هم پوره ماره وهلې ده او تر غوږوپورې په دې فسادکې ککړدي، هېڅوک هم بې طرفه نه دي پاتې شوي،هر چا خپل وس او توان په اندازه خپل زور ازمايلى دى او څه چې لاس ته ورغلي نو صرفه يې نده پرې کړې.
٤:بله خبره داده چې هغه بې طرفه ،غير د خيل او عام ولس هم په دې ټاکنو نيوکې او گوتنيوني کوي خو هغوى بيا تر دې نورو تر يوې اندازې پورې په حقه او باانصافه ښکاري ،دا په دې معنى چې هغوى په دې غم کې دي چې په اوس وخت کې افغانستان له ډېر لوى اقتصادي بحران سره مخ دى خو هغه معترض او ناکام نوماندان چې د انتخاباتو پروسه غواړي دوهمې دورې ته وغورځوي، په دې نه دي خبر چې په هر ځل ټاکنو باندې څومره لگښت او مصر ف راځي، له دې نه خبر ندي چې له کومه کېږي اوکه خبر هم وي نو پروايې نلري، هرڅه چې وي دولسمشرکرزي په غاړه دي، چې تل چپنه پر اوږو هېواد په هېواد ګرځي او دسوال اوګداي
ۍکچکول يې غاړې ته اچولى وي او زموږ لپاره چې له هرځاى څخه وي پيداکوي به يې،اوس له دې ټاکنو څخه د بسوګۍ واده جوړ دى، اول جوړېده نه اوس چې جوړ شو نو خلاصون او پاى نلري، دغه ټاکنې لا تراوسه هم ندي خلاصې شوې،حال داچې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي لخوا ددوشنبې په ورځ دنومبرپه ٢٩مه ددوى پرخوله پربرياليو نوماندانو بري ليکونه هم ووېشل شول، خو هغه ناکام کانديدان چې پدې سياليوکې بريالي ندي، لا تراوسه هم د مرکز په شمول په ډېرو ولاياتوکې خپلو لاريونونوته دوام ورکوي او ګواښونه کوي،چې که د ټاکنو کمېسيون پر دې ټاکنو له سره غور ونه کړي نو دوى به داسې څه وکړي چې بيابه يې حکومت هم !
دحل لاره ونه مومي ،ددوى له جملې څخه ځينې وايي چې د نه غور په صورت کې به دوى دطالبانو له ليکو سره يوځاى شي، ديادونې وړ ده چې په دې لاريون کوونکيوکې دا ادعاوې هم ډېر ې زياتې دي چې په دې پروسه کې له پښتنو نوماندانوسره تر هرچا زيات د مور اوميرې سلوک شوى دى ،دوى ته هېڅ خپل حق ندى ورکول شوى او دا ټاکنې ورته هېڅ وخت دمنلو وړ ندي، همدارنګه د افغانستان لويه څارنوالي هم ورته ادعاوې کوي، دلاريون کوونکيو او معترضينوملاتړ کوي او وايي چې دا ټاکنې هېڅ مشروعيت نلري ،دلويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چې څارنوالي د ټاکنو دپايلو د لغوه کولو حق نلري، خو په دې اړه دوى ته رسېدلي ټول شکايتونه به سترې محکمې ته وسپاري خوڅه فايده به وکړي ،دا ډول وهل خو دټاکنو له ورځې څخه پيل دي .