ډکه ځولۍ، سوري جېبونه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 257

 په لیزبون کې د ناټو د هېوادونو د مشرانو ناسته، کېدای شي چې د افغانستان په جګړې کې د لوري بدلوونکې شېبې حیثیت ولري. د افغانستان او ناټو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت اکثرو اندېښنو ته پام شوی او په ډېری مواردو کې د افغانستان دریځ تایید شوی دی. دا اعلامیه د کابل د کنفرانس په دوام کې خپل ځای تثبیتوي او د ولسمشر کرزي د ریاست د دویمې دورې اساسي اهداف یې په یو ډول خپل کړي دي. افغانانو ته د هېواد د امنیت د ورسپارلو مهال وېش تر ډېره حده دقیق شوی او عملي بڼه یې تر هر بل وخت اوس روښانه ښکاري. د ناټو سازمان له افغانستان څخه اوږدمهالی ملاتړ اعلان کړ او د پوځي ځواکونو د وتلو د اصل سره جوخت یې افغانستان ته د سیاسي او اقتصادي ثبات او خپلواکۍ په اړه پوره ډاډ ورکړ. په سیمه کې د همکاریو پر ارزښت ټینګار شوی دی، د ګڼو سره ورته مرستو د مخنیوي او ځمکنیو واقعیتونو ته د پام خبره هم په صراحت بیان شوې ده.
داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی له لیزبون څخه ډکه ځولۍ بېرته کابل ته راستنېږي؛ خو لکه څرنګه چې د لیزبون اعلامیې هم منلې ده، د افغانستان معادله نوره یو مجهوله معادله نه ده (بهرنیان څه نیت لري) بلکې په پوره وضاحت دا معادله دوه مجهوله معادله ګڼل شوې ده (بهرنیان څه نیت لري او افغانان څه کول غواړي؟)
نړۍوالې ټولنې د کابل نېږدې ټول هغه نظرونه منلي دي چې د افغانستان د ستونزې د حل له پاره د افغان حکومت له خوا په تېرو درې، څلورو کلونو کې په وارو وارو وړاندې شوي دي. که تېر کال لا هم ځینو هېوادونو له مخالفینو سره د خبرو په اړه ملاحظات درلودل نن دغه ستونزه حل ده. د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې نظرونه سره ډېر نېږدې شوي دي، د اقتصادي پراختیا په برخه کې نړۍوال ورځ تر بلې پر افغان حکومت خپلې د باور نخښې زیاتوي. په مقابل کې نړۍواله ټولنه هم انتظار لري چې افغان حکومت او په سر کې یې افغان ولسمشر ورته ډاډ ورکړي چې افغانان حاضر دي چې مسوولیتونه و مني، کار ته کار ووایي، خپلې کمزورۍ ومني او خپل نواقص اصلاح کړي.
د لیزبون ناسته د افغانستان د جګړې په تاریخ کې د لوري بدلوونکې شېبه ځکه ده چې اوس باید افغانان د ابتکار مزی په لاس کې ونیسي. یوازې په دې نه کېږي چې موږ د خپلو ټولو ناخوالو پړه پر پردیو واچوو، خپل هېواد د نورو د لوبو میدان وګڼو او د سټېج پر سر اوښکې توی کړو. اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان د مشرتابه له لوري افغان ولس او نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د راتلونکې په اړه یو هر اړخیز، منطقي، واقعبینانه، عملي او ریښتینی انځور وړاندې شي. په افغانستان کې له فساد سره مبارزه د ولسمشر د ژمنو د سر موضوع وه، نور نو باید دغه مبارزه په عمل کې هم ولیدل شي. ولسمشر باید دا اخلاقي قوت پیدا کړي چې دغه مبارزه له خپل نېږدې چاپېریال څخه پیل کړي او له موهومو، فرضي خطرونو څخه و نه ډارېږي. په هېواد کې د امنیت د ټینګولو له پاره باید چې د حکومت او ولس تر منځ را پیدا شوی واټن کم شي، د دې له پاره لازمه ده چې نور د حکومت دستګاه د ځان ساتلو په موخه د افغانستان له ښارونو څخه پرانستي زندانونه جوړ نه کړي، هغه دېوالونه چې د حکومت او ولس تر منځه هسک شوي دي ډېر ژر یې ونړوي، د خلکو اقتصاد ته جدي پاملرنه وکړي او د دښمن په پېژندلو د سولې له پاره د خبرو اترو د بهیر له پاره یوه جامعه، هر اړخیزه طرح ملت ته وړاندې کړي.
که په لنډو یې ووایو، اوس د دې وخت را رسېدلې چې ولسمشر له ولس سره یو پوخ تړون لاسلیک کړي او ملت ته ووایي چې دی په راتلونکو دریو کلونو کې د افغانستان له پاره څه غواړي او د دغه هدف د لاس ته راوړلو په خاطر کوم سملاسي اقدامات کوي.
ولسمشر له لیزبون څخه ډکه ځولۍ راغی خو په کور دننه د سوریو جېبونو د پیوندولو ستره چاره ورته په انتظار ده.