دبایرن مېشتو افغانانو او لویې پکتیا د کولتوري ټولنو ګډې جرګې دغمرازي پیغام


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • امین بسمل
  • 276

په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پیاوړي قلموال او ژورنالیست ښاغلي  استاد لال پاچا آزمون  قدرمن پلار په حق رسېدلی دی .
انا لله و انا الیه راجعون
په جرمني  کې دپردېسو بایرن مېشتو افغانانو او په لویه پکتیا کې د کولتوري ټولنو دګډې جرګې په استازیتوب زه محمدامین بسمل    له تاسو سره په دې دردوونکي غم کې ځان شریک او خوابدی ګڼم،  ستاسو ارواښاد درانه  پلار  ته له پاک سبحان څخه د فردوس جنت ، درنې کورنۍ  او ټولو خپلوانو ته مو دجمیل صبر او زغم غوښتنه کوم  .


الله پاک مو له باقي غم څخه وساته
الله امین  یا ربالعلمین