په داسې حال کې چې له ایرانه د افغانانو د جبري راستنېدو بهیر ورځ تر بلې چټک کېږي او راستانه شوي د دغه هېواد پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي، په کابل کې د ایران سفیر ادعا کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر تدریجي او له درناوي ډک دی.
په کابل کې د ایران سفارت د علي رضا بېکدلي په حواله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ایران د ګاونډیتوب له اصولو سره سم، د افغان کډوالو تدریجي او باعزته ستنولو ته پاملرنه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو د ښه مدریت لپاره د کابل او تهران ترمنځ همغږي زیاته شوې ده.
د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د ایران له حکومت وغوښتل چې د کډوالو ستنولو پر مهال د هغوی له سپکاوي ځورولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته راستانه شوي په ایران کې له افغانانو سره د دغه هېواد پولیسو چلند له سپکاوي ډک او غیر انساني بولي او شکایت کوي چې د دوی ټوله شتمني یې نیولې او په تش لاس یې له هېواده اېستلي دي.
د هرات سیمهییزو چارواکو په وینا، اوسمهال له ایرانه هره شااوخوا ۳۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي چې ډېری یې جبري اېستل شوي دي.