په كابل كښې په امريكې باندې د احمدي نجاد لفظي حمله


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • فضل الله رشتين
  • 255

تيره  اونئ د ايران جمهور رئيس  احمدي نجاد ،  كابل ته يو لنډ سفر وكړ او د افغانستان له جمهور رئيس سره يې  وكتل .احمدي نجاد  د افغانستان دجمهوري رياست  په ماڼۍ  كښې  د افغانستان له جمهور رئيس سره د يو مشترك  خبري كنفرانس په ترڅ كښې په افغانستان كښې د ناټو د قواو په موجوديت انتقاد وكړ او د امريكې ددفاع په وزير يې  مسخرې وكړې . ده پوښتنه وكړه چې "  دى  له خپل هيواد  امريكې څخه  12000 كيلومتره  لرې  دلته  زمونږ په سيمه كې  څه كوي ؟"
احمدي نجاد  په امريكې باندې  د خپلې غصې نه  ډك   زړه د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ كښې تش كړ چې دا كار د  يو شمير سياسي كار پوهانو په نظر  د دبلوماتيك عرف خلاف كار  وګڼل شو  . د احمدي نجاد په دى  څرګندونو  د افغانستان د پارلمان  يو شمير غړ وهم  نيوكې وكړې  او دايې د افغانستان په  كورنيو چارو كې د ايران مداخله وګڼله.
احمدي نجاد همداشان وويل چې  " په افغانستان كښې د امريكائي قواوو په موجوديت كښې  سوله اېز  حل لاس ته راتلاى نه شي."
ده زياته كړه چې " ايران  دافغانستان د  امنيت په ګډوډئ كښې كوم رول نه لري ."
احمدي نجاد همداشان زياته كړه چې  "  ارهاب د  امريكې  له خوا  يوه ذريعه ګرځيدلې  ده او غواړې  ددې ذريعې نه په استفاده په افغانستان كښې د خپلو قواو موجوديت ته   مشروعيت وركړي. "
 د سياسي تحليل  كوونكو  په نظر د افغانستان په سر د امريكې د متحده ايالاتو  او ايران تر منځ   شخړه او جنجال په هيڅ صورت   نه د افغانستان په ګټه  تماميږي او نه هم په سيمه كښې د سولې او استقرار  د راتلو د پاره   كومه فائده رسوي. 
دا امريكه وه چې  د  B52   الوتكو په زور يې د طالبانو  نظام نسكور كړ. دا كار ايران كولاى نه شو ، دا كار  روسانو    كولاى  نه شو  او  نه هم  بل كوم هيواد  كولاى  شو . طالبان   نه يواځې  د ايران د پاره يو ستر ګواښ ګڼل كيده   بلكې د پخواني شوري اتحاد جمهوريتونو ته هم يو ستر ګواښ ؤ. ايران  له طالبانو سره مشكل درلود او  نن  ورځ له بين المللي ټولنې سره هم مشكل لري.
ايران په لبنان كښې له  حزب الله سره  د همكارئ او دوستئاړيكې لري  ، همداشان په  يمن كښې له حوثيانو سره هم چې شيعه مذهبه دي ،   مذهبي روابط لري.  ايران په عراق كښې هم  د شيعه ؤ طرفدار دى  . په افغانستان كښې هم  د سنيانو په پرتله له  شيعه ؤ سره  ډيره همكاري كوي.   په افغانستان كښې د ايران نفوذ ورځ په ورځ مخ په  زياتيدو او قوي كيدو دى .
د ايران او سعودي عربستان تر منځ په بين المللي سطح رقابت موجود دى. سعودي عربستان په منځني ختيځ كښې د ايران د قدرت    له پر اختيا سره مخالف دى .  په افغانستان كښې هم چې هر څومره د ايران  سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي  او  مذهبي نفوذ زياتيږي په هغومره اندازه د سعودي عربستان او نور و عربي هيوادو انديښنې زياتيږي. 
د ايران د پاره ښايي چې په افغانستان كښې په خپلو سياستونو تجديد نظر وكړي  او داسې يوه ستراتيژي  غوره كړي چې د دې يتيم هيواد په  داخلي چارو كې يې  د مداخلو  او لاس وهنو لاسونه لنډ شي. 
همدا شان پاكستان ته هم ښايي چې  له يو داسې متوازن سياست څخه كار واخلي چې د ا ستونزه حل شي.
د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي  تل په دې خبره تأكيد وكړ ى دى چې پاكستان د افغانستان د ستونزې په حل كښې اساسي رول لوبولاى شي .
د افغانستان  دستونزې غوټه  په اول سر كښې د افغانستان د كاونډيو هيوادو په لاسو پرانستل كيداى شي ، كه همسايه هيوادونه همكاري او مرسته ونكړي نو دا غوټه به   همداسې غوټه پاتې شي.
پاكستان او ايران  ، دواړو هيوادو ته ښايي چې د افغانستان په قضيه كښې له دوه ګوني سياست څخه  لاس واخلي ، كه دا كار ونكړي نود بين المللي ټولنې له خوا به  له ډيرو ستونزو سره به مخامخ شي .  نن سبا چې سړى په پاكستان كښې امنيتي بد وضيعت  ته كوري نو دا دا واقعيت  سترګو ته كيږي  چې دا د پاكستان د غلطو سيلستونو نتيجه ده.   
پاكستان   له طالبانو سره پټې اړيكې لري  او مرستې ورسره كوي ،  ايران هم څرنګه چې ليدل شوي  او اوريدل  شوي  دي له طالبانو سره  مرستې كوي ، ايرانيان له طالبانو سره مفكوروي  اړيكې نه لري ، د ايران هدف دادى چې  طالبانو ته د پيسو ېو وسلو  په وركولو په افغانستان كښې د ناټو قواو ته  درد سر پيدا كړي.  دا ځكه چې  ايران په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواو له شتون سره سخت مخالفت لري. له طالبانو سره  ايراني وسلې موندل شوي دي  او خبرونه  يې په رسنيو كښې خپاره شوي دي.
د افغانستان حكومت د بين المللي ټولنې او په سر كښې د امريكې د حكومت له خوا حمايه كيږي. دا بين المللي ټولنه وه چه په بن كښې يې د افغانستان د پاره حكومت جوړ كړ.  دا كار پاكستان او ايران كولاى نه شو ، اوس هم كه  امريكه او ناټو خپلې قواوې له افغانستان څخه بهر كړي نو دا په يقين سره ويلى شو چې اوضاع به هغه حالت ته  راوګرځي  كومه چې د طالبانو  نه د مخه په كابل كښې  قائمه وه.  په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواو د موجوديت په خاطر د ايران انديښنه بې ځايه ده ، كه دا قواوې نه وي نو طالبان به بيا په كابل كښې واك ته ورسي او ايران  ته به لا زيات درد سر پيدا كړي. ايران ته  له تيرو اتو نهو  كالونو را په دې خوا يعنى د طالبانو د نظام له سقوط نه پس  ښه موقع په لاس ورغلى ده چې په افغانستان كښې په  فرهنګي ، اقتصادي ، سياسي  او مذهبي  عرصو كښې خپل  نفوذ پياوړى كړي.    روسان   په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د قواوو په موجوديت خوښ دي ، روسان هم په دې پوهيږي چې كه دا قواوې نه وي نو  طالبان به واك ته ورسي او له بلې خوا روسان خوشحاله دي چې د افغانستان  په   باتلاق   كښې دامريكې  پښه  نښتې ده .
 د انګلستان خارجه وزير مليباند په دى وروستيو ورځو كې دا اقرار وكړ  چې  د افغانستان  ستونزه  له نظامي لارې  حل كيداى نه شي او دا پيشنهاد يې   وكړ چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي.  مليباند دا خبره هم وكړه چې په سياسي پروسه كښې بايد نورې افغاني خواوې  او عناصر كوم چې د بن په موافقت نامه كښې شامل شوي نه وو ،  شامل كړاى شي.
مليباند  دا خبره له مجبوريت څخه كوي ، د افغانستان په جكړه كښې  د انګلستان  د  بې شميره  عساكرو وژل كيدل د انګلستان  حكومت  ته د سر درد پيدا كړى دى  او دډير قشار لاندې يې راوستى دى ،  كه دا فشار نه وې نو بيا  به يې  د سولې او مذاكرې خبره نه كوله.
د افغانستان د ستونزې د  سياسي حل د پاره د افغانستان د همسايه هيوادونو همكاريو ته سخته اړتيا ليدل كيږي ..  د پاكستان ، روس ، ايران ، هندوستان ، چين له همكاريو پرته  ، هيڅ سياسي حل امكان نه لري.
د ټولو همسايه هيوادو په پرتله د افغانستان د ستونزې د حل په لار كښې د پاكستان رول ډير مهم او اساسي دى ځكه چې  پاكستان له طالبانو سره نژدې او پخوانئ اړيكې لري. پاكستان كه په صداقت سره وغواړي نو كولاى شي د طالبانو او د افغانستان د حكومت تر منځ  د سولې په خبرو كښې مثبت رول ولوبي.  خو متأسفانه څرنګه چې ليدل كيږي پاكستان  په دې برخه كښې پوره همكاري  او توجه نه كوي.
پاكستان په دې وروستيو وختو كښې د طالبانو يو شمير مشران لكه ملا برادر او مولوي كبير نيولي دي . د افغانستان جمهور رئيس  په څو ورځې د مخه د همدې  مقصد  د پاره پاكستان ته  يو رسمي   سفر وكړ چې  له پاكستاني   مقاماتو څخه  وغواړي چې د افغانستان حكومت ته  د طالبانو مشران وروسپاري. كوم  چې د پاكستان د امنيتي مقاماتو له خوا د پاكستان په خاوره كښې نيول شوي دي .     ملا برادر او نور د طالبانو مشران كولاى شي د سولى په خبرو كښې مهم رول ولوبوي ، خو متأسفانه  پاكستان  نه غواړي چې دا خبرې صورت ونيسي .
  د پاكستان له خوا د ملا برادر او دده په څيرو د يو شمير نورو طالبانو د نيولو مقصد دادى چې د طالبانو دا مشران د كابل له حكومت سره مستقيمې مذاكرې ونه كړي ،  پاكستان  غواړي  چې د طالبانو او د افغانستان د حكومت تر منځ په مذاكراتو كښې  مستقيمه برخه ولري. پاكستان متأسفانه دا برخه لرل خپل حق ګڼي.  ايران هم  په افغانستان كښې د سولې د خبرو پلوي نه دى. دواړه پاكستان او ايران په افغانستان كښې د جكړې دوام غواړي ، دوي نه غواړي چې د بين المللي ټولنې په وساطت يوه دايمي سوله راشي . دا دواړه هيوادونه  ځانونه د افغانستان په قضيه كښې  شريك ګڼي او وايي چې ددوي له  وساطت  نه پرته هيڅ حل منځ ته راتلاى نه شي.  
پاكستان په افغانستان كې د هندوستان  له نفوذ څخه انديښنه لري او د همدې انديښنې په خاطر  له طالبانو څخه د يوې وسلې  او ضربې په حيث استفاده كوي.  پاكستان او هندوستان دواړه اتومي قوتونه دي ، دا دواړه هيوادونه په افغانستان كښې له يو بل سره رقابتونه لري ، همداسې رقابتونه د امريكې او ايران تر منځ  هم موجود دي .
د افغانستان جمهور رئيس پاكستان ته د خپل وروستي  سفر په ترڅ كښې پاكستان ته ډاډ وركړ چې  "افغانستان  د پاكستان يو ورور هيواد دى او هندوستان يا بل هيواد ته  به اجازه ورنكړي چې  د افغانستان  له  خاورې  نه  د پاكستان په ضد فعاليت وكړي.  جمهور رئيس همداشان  وويل چې   نه غواړي د افغانستان  له خاورې څخه  د ايران او امريكې تر منځ  په  شخړه كښې  كار واخستل شي د افغانستان د جمهور رئيس دا څرګندونې  په دې حساس وخت كښې  د ډير اهميت وړ دي. خو خداى دې وكړي چې دا څرګندونې عملي بڼه هم ولري  او ټولې ذيدخله خواوې   پرې  عمل  وكړي. .په افغانستان كښې  د هندوستان او پاكستان تر منځ رقابتونه ددې  سبب شوي دي چې پاكستان  د طالبانو سره  خپلې همكارئ  او  تعاون  ته دوام وركړي . همدا طالبان  دي چې په افغانستان كښې د هندوستان د منافعو ضد فعاليتونه كوي  ، پاكستان هم هندوستان په دې تورنوي چې  په افغانستان كښې د هندوستان  سياسي نمايندګۍ    ،   په پلوچستان كښې له  بيلتون غوښتونكو مليشو سره همكاري كوي.
زما په نظر  دا بهتره ده چې افغاني طالبان د افغانستان له حكومت  يعنى له خپل حكومت سره   مخامخ د خبرو ميز ته كښيني. دا به يو بين الأفغاني حل وي او كه چيرې پاكستان    پكښې په مستقيم ډول شامل وي نو بيا به د افغانستان نور همسايه ګان  او په خاص ډول هندوستان او ايران په قرار پاتې نه  شي .   
له طالبانو سره د سولى او خبرو آترو په وړاندې بل  اساسي  خنډ په خپله د حامد كرزي په حكومت كښې يو شمير طالب ضد  ډلى او عناصر دي . دا ډلې او  عناصر هيڅكله له طالبانو سره د مذاكرې طرفدار نه دي.  جمهور رئيس ته ښايي چې  له طالبانو سره د سولى  او خبرو د پاره د كاونډيو هيوادو د همكارئ  د حاصلولو په څنګ كښې اول په خپل حكومت كښې  ددغو  عناصرو او ډلو د همكارئ او مرستې    ضمانت تر لاسه   كړي  .
ددې لپاره چې د افغانستان په داخلي چارو كښې د كاونډيو او نورو باندنيو هيوادو د لاس وهنو او  مداخلو لار ونيول شي نو بهتره ده چې د افغانستان حكومت  له قاطعيت څخه كار واخلي او  د طالبانو د  لوړې كچې له مشرانو سره خبرې آترې پيل كړي.  د افغانستان جمهور رئيس   د طالبانو له مشر ملا عمر سره د خپل حكومت  د  خبرو آترو  آمادګي ښودلې ده . حامد كرزي دا هم ويلي دي چې د طالبانو د ټيټې كچې له رهبرانو سره خبرې آترې څه ګټه نه لري.
مشكل دلته دادى چې امريكه  له ملا عمر او د طالبانو له نورو لوړ پوړو مشرانو سره د افغانستان د حكومت د خبرو آترو پلوي نه ده ، .  د افغانستان  د حكومت  او د افغانستان  د بين المللي دوستانو تر منځ د طالبانو سره د خبرو آترو په سر  د نظر يوالى او اتفاق وجود نه لري . له هر څه نه اول بايد ددواړو خواو تر منځ د نظر يوالى او تفاهم منځ ته راشي. د نظر د يو والي په لار كښې د پاكستان صادقانه همكارئ ته ضرورت دى كه دا همكاري نه وي نو د نظر يووالى منځ ته راتلاى نه شي.  
انګريزان  هم  د افغانستان  له حكومت  څخه غواړي چې له طالبانو سره  د خبرو او مذاكرو پروسه كړندئ كړي ، دا خبره او غوښتنه ځكه كوي چې په انكلستان كښې عمومي انتخابات  نژدې دي او د افغانستان لانجه په دغو انتخاباتو كښې لوي رول او نقش لري. خو انكريزان دا نه وايي چې كوم طالبان ، كيداى شي چې انكريزان  به د طالبانو  كومه يوه  ډله په نظر كښې لري او غواړي دغه ډله د پاكستان په مرسته د افغانستان له حكومت سره د خبرو ميز ته كينوي.
په هر صورت مهمه خبره داده  چې كه د افغانستان د حكومت او د افغانستان بين المللي دوستانو تر منځ  له طالبانو سره د خبرو آترو او مذاكرو په موضوع  تفاهم او وحدت نظر پيدا نه شي نو د افغانستان ستونزه به حل نه شي.
د افغانستان په  موضوع كښې د ټولو ذيدخله خواو ترمنځ  يو اساسي تفاهم ته ضرورت دى . كه احمدي نجاد په امريكې انتقاد كوي  نو له دې نه څه نه جوړيږي ، دا امكان نلري چې امريكه له افغانستان نه خپلې قواوې وباسي او افغانستان ايران ته او يا نور و رقيبانو ته په مفته كښې  خوشې كړي ،  ښامخا به  امريكه  او ناټو له افغانستان نه دخپلو   قواو له ايستلو نه د مخه يوه چاره سنجولې  وي .
نن چې  په افغانستان  كښې  سوله نه تأمينيږي او امنيت  همداسې ګډوډ دى ، ددې دليل دادى چې  د بيلابيلو سياسي ډلو ټپلو تر منځ  اتفاق او وحدت نظر وجود نه لري  . ددې ډلو ټپلو  تر منځ په بې اتفاقۍ   او عدم  وحدت كښې  له اول سر نه  همسايه هيوادونو  او په خاص ډول پاكستان او ايران لاس  درلودلى دى.
په پاكستان كښې د مجاهدينو اوه ډلې يا تنظيمونه جوړ شول او په ايران كښې هم اته ډلې جوړې شوې .  پكار خو دا وه  چې دا كار نه وې شوې . د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ  او عدم وحدت   بيماري  په پاكستان او ايران كښې پيدا شوه. دا داسې بيماري ده چې اوس يې  څوك علاج  كولاى نه شي.  
د ايران جمهور رئيس په كابل كې دا خبره هم وكړه چې "  افغانستان  د امريكې له خوا  اشغال  شوى دى."
دا هم د افغانستان په چارو كښې د ايران لاس وهنه ده .
عجيبه خو داده چې احمدي نجاد وايي چې افغانستان  د امريكائيانو له خوا اشغال شوى دى او بيا دى پخپله  داسې يو اشغال شوي هيواد ته رسمي سفر 
كوي او ددې هيواد جمهور رئيس سره رسمي ملاقات كوي. زمونږ محترم جمهور رئيس د خپل ميلمه لحاظ وكړ او د هغه د نامناسبو او غير دبلوماتيكو اظهاراتو  ځواب يې ورنكړ .   كه دا خبره نه وې نو جمهور رئيس ورته ويلي شو چې افغانستان يو مستقل هيواد دى  كه مستقل هيواد نه وې نو د ايران  ښاغلي  جمهور رئيس  به څرنګه كولاى شو چې  رسمي سفر وكړي او په رسمي او شاندار ډول يې د افغانستان د جمهور رئيس له خوا تود هركلى وشي.
د احمدي نجاد څرګندونې دا معنى وركوي چې  ميلمه كوربه ته  ووايي چې دا  بل ميلمه   ستا په كور كښې څه كوي چې راغلى دى. دا د كوربه سپګاوى دى چې يو ميلمه كوربه ته ووايي چې د بل ميلمه   پر مخ  د كور ور وتړي.
 اساسي خبره دا ده چې افغانستان د همسايه ګانو له لاسه دغه حالت ته رسيدلى دى.
زمونږ شمالي همسايه  پخواني شوري اتحاد زمونږ په خاوره نظامي يرغل وكړ  او  افغانستان يې ټوټوټې او خلك يې  درپه در كړل .
پاكستان   ته هم موقع په لاس ورغله او ډول ډول چلونه يې په مونږ وكړل ، طالبان يې  قدرت ته ورسول او افغانستان يې  د ترقۍ او پرمختك   له كاروان څخه په زرهاو كيلومتره وروسته  پاتې كړ ، ايران هم  په افغانستان كښې د خپل مذهبي او فرهنګي يرغل  كاډې دومره تيز وزغلولو   او دومره مخكښې لاړو چې كه اوس  يې مخه هم ونيول شي نو فائده نلري.
آيا همسايه ګان همداسې وي ؟ كوم خير دوي افغانستان ته رسولى دى ؟ په ايران كښې  افغان  مهاجر و  ته زجر وركول كيږي ،په ناحقه  د اعدام حكمونه صادريږي ، افغان مهاجر كار او غريبئ ته نه پرښودل كيږل ، افغان مهاجر وهل كيږي ،  ټكول كيږل او د ايران له خاورې په زور ايستل كيږي.
د افغانستان د باندنيو چارو  پخوانى  وزير  ښاغلى سپنتا په ايران كښې د افغان مهاجرو د ستونزو په سر د افغانستان د پارلمان لخوا سلب اعتماد شو . دا يوه سخته  ضربه وه چې سپنتا  وخوړه.
په پاكستان كښې نن سبا افغان مهاجر په تكليف كښې دي ، د پاكستاني پوليسو لخوا زوريږي او كړيږي. 
كاونډي هيوادونه په افغانستان كښې خپلې خپلې ګې په نظر كښې نيسي او غواړي چې  دلته نفوذ ولري اما دوي د افغانستان او د افغانستان د خلكو د سوكالئ او هوسائئ په فكر او غم كښې نه دي.   
هيله لرو چې كاونډي هيوادونه    به د كاونډيتوب  اصول او اخلاق په نظر كښې ونيسي او له افغانستان سره به د ښو كاونډيو په طور چلند وكړي.
ښه كانډی لوى نعمت دى او بد كاونډى لوى مصيبت دى . بد او بد ګذاره  كاونډي   خلكو ته درد سر پيدا كوي .    
بد ګذاره كاونډي  خپل كاونډي ته ډول ډول ستونزې پيدا كوي او له ډول ډول مشكلاتو سره يې مخامخ كوي.  بدګذاره همسايه د خپل همسايه  د كور شيشې په ګاڼو ماتوي ، د كور مخې ته يې د خپل كور چټلي اچوي ، وړو او ماشومانو ته يې  ستونزې پيدا كوي  او داسې حالات پيدا كوي چې همسايه ورنه پوزې ته راځي .
نو بيا هم هيله ده چې  زمونږ همسايه هيوادونه د افغانستان د خير ښيګڼې د پاره له اخلاص او صداقت څخه كار واخلي . كه دوي دا كار وكړي نو دوي به پخپله  د سولى او امنيت له فيض څخه برخوردار شي.
ما علينا الإ البلاغ