د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په اسلام آباد کې د ناروې له شارژدافیر څخه غوښتي چې د افغانستان د کانونو د ظرفیت په اړه څېړنه وکړي او په دې برخه کې د بهرنیو پانګونو په راجلبولو او هڅولو کې همکاري وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي په اسلام آباد کې د ناروې له شارژدافیر او د افغانستان په چارو کې د ناورې له استازي پېر البرټ اېل ساس سره کتلي دي.
په خبر کې ویل شوي چې دواړو لوریو د متقابلې همکارۍ له روحیې سره د افغانستان او ناروې ترمنځ د دوامداره، ګټورو اړیکو او د خبرو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې د اسلامي امارت د پرانېستې اقتصادي او سوداګریزې پالیسۍ، د خصوصي سکټور او کوچنیو او منځنیو تصدیو ملاتړ، اروپایي هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او له پاکستان او هند سره د سوداګرۍ پراختیا په اړه بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په وینا، اسلامي امارت په افغانستان کې د دوامداره اقتصادي ودې او پرمختګ د ترلاسه کولو، دندو د رامنځته کولو او د کډوالۍ کچې کمولو او کنټرول لپاره منظم پلانونه لري.