د ملګرو ملتونو ادارې او په افغانستان کې ملي او نړیوال غیر دولتي سازمانونو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې افغانستان یوازې پرې نهږدي او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره د بشري مرستو وړاندې کولو لپاره اړینه بودیجه زیاته کړي.
دې سازمانونو په یوه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) له خوا خپره شوې، ویل شوي چې سږکال له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بودیجه ۱۸ فیصده چمتو شوې ده.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ( یوناما) ټینګار کړی چې د بودیجې نشتوالی د ژوند ژغورنې پروګرامونو د درېدو لامل شوي او زیانمنې کورنۍ یې له خوړو، روغتیایي خدماتو او ساتنې څخه محرومې کړې دي.
یوناما زیاته کړې چې که بېړنی اقدام ونه شي؛ نو نور روغتیايي مرکزونه او ښوونځي به وتړل شي او په افغانستان کې د بېځایه شویو او خوارځواکو کچه به لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له ۴۲۰ څخه زیاتو روغتیايي مرکزونو او ۳۰۰ د تغذیې مرکزونو خپل فعالیتونه درولي او سږکال به پنځه میلیونه افغانان د خوړو مرستې له ترلاسه کولو څخه محروم شي.