د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، نږدې پنځه میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس ۱۰ سلنه جوړوي، له چاپېریالي خطرونو څخه اغېزمن شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان "د افغانستان د اقلیمي زیانونو ارزونې" په نوم خپل راپور کې ویلي چې دا خطرونه په افغانستان کې د ۷۹ سانه د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د روان کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې نږدې ۳۹۶زره خلک د طبیعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې له دې جملې څخه شاوخوا ۱۷۲زره نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې ۴۴ سلنه ټولنو د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی درلود او له ۸۰ فیصده څخه زیاتو ټولنو کې د اوبو اړینې زیربناوې نه وې چې د وچکالۍ، سېلابونو او درنو بارانونو زیانونه یې زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا، افغانستان په اقلیم بدلون کې هېڅ رول نهلري؛ خو د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر له دې پدیدې اغېزمن شوی دی.