یونېسف په افغانستان کې د تغذیې د اهمیت په اړه د پوهاوي کمپاین پیل کړی

یونېسف په افغانستان کې د تغذیې د اهمیت په اړه د پوهاوي کمپاین پیل کړی


  • 2 ورځي دمخه (16/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 87

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې د برېټانیا په ملاتړ او د سیمه‌ییزو ټولنو په همکارۍ یې د "افغانستان لپاره لومړني خواړه" په نوم یو کمپاین پیل کړی، ترڅو د ماشومانو د تغذیې د اهمیت په اړه پوهاوی لوړ کړي.

یونېسف په یوه راپور کې ويلي چې د دې کمپاین په جریان کې به په افغانستان کې ۱،۷ میلیونه ماشومانو ته رسېدنه وشي او سیمه‌ییز حل لارې به په ځانګړې توګه د مېرمنو له خوا متمرکزې شي.

سرچینه زیاتوي چې په دې اقداماتو کې د هګیو، سبزیجاتو، څارویو محصولاتو او خوراکي توکو د تولید او مصرف زیاتوالی شامل دی.

یونېسف د نامناسبې تغذیې او ساتنې، ناکافي خواړه او روغتیایي خدمتونو، اوبو، تغذیې او حفظ الصحې محدود لاسرسی د ماشومانو د خوارځواکۍ د اصلي لاملونو په توګه بللي او زیاته کړې یې ده چې دا عوامل د ماشومانو فزیکي او رواني وده ګډوډوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یونېسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳،۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي او له دوو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۹۰ فیصده ماشومان به د خوړو له فقر سره مخ شي.