مالیې وزارت: له ایران سره مو پولې او ګمرکونه پرانېستي

مالیې وزارت: له ایران سره مو پولې او ګمرکونه پرانېستي


  • 2 ورځي دمخه (16/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 99

مالیې وزارت وايي چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانېستي دي او چارې یې په عادي ډول روانې دي.

یاد وزرات په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې په بندر عباس کې هم د افغانستان د سوداګریزو توکو بارګیري له کومې ستونزې پرته پرمخ روانه ده.

سرچینه زیاتوي چې په ایران کې د ځینو مراسمو د ترسره کېدو له امله، د فراه او نیمروز ولایتونو ګمرکونه د شنبې په ورځ تړل شوي وو؛ خو یوه ورځ وروسته بېرته پرانېستل شوي او د پخوا په څېر فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو د بل پر خاوره د ایران او اسرائیلو د بریدونو له امله له ایران څخه د صادراتو او وارداتو د بندېدو د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

له بلې خوا، په دې وروستیو ورځو کې، د هرات په ګډون د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تېلو او ګازو بیه لوړه شوې ده.