په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې د افغانستان د نفوس یو پر درئیمه برخه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له لسو میلیونو څخه ډېر افغانان د ناپاکو اوبو له سرچینو څخه کار اخلي.
سرچینه زیاتوي چې دا بحران په کلیوالي ټولنو، په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو ډېر فشار راوړي.
یوناما ټینګار کړی چې د اوبو زیربناوو بیارغونې، تر ۲۰۲۶ پورې له پنځو ملیونو څخه زیاتو افغانانو لپاره روغتیا او حفظ الصحې خدمات ښه کولو او پراخولو او د اوبو د سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې د ځایي ټولنو ظرفیت لوړولو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له امله د پام وړ ټیټه شوې او په ښارونو کې ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.