ځایي امنیتي چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د بند پاتې څلورو کان کېندوونکو جسدونه را اېستل شوي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې دا څلور کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان له نړېدو وروسته، په کان کې بند پاتې وو.
رحماني زیاتوي چې دغه کان کېندوونکي چې اصلي د دایکندي ولایت اوسېدونکي وو، جسدونه یې تېره شپه ( د غبرګولي ۲۴مه) را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادونې ده چې هر کال، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ورته پېښو کې ګڼ شمېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د خوندیتوب سپارښتنو نه مراعت یې یو له اصلي لامل څخه ګڼل کېږي.