د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې له قرغیزستان څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شوه، چې په کې افغان لوبډلې د ۳-۰ په توپیر د قرغزستان پر وړاندې ماتې ومنله.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې له تاجکستان هم ۲- ۰ په توپیر ماتې خوړلې وه.
د مرکزي آسیا اتلولۍ سیالۍ د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان، ازبکستان، ایران، ترکمنستان، قرغیزستان او تاجکستان لوبډلو په ګډون پیل شوې.
افغانستان د دغو سیالیو په (A) ګروپ کې له تاجکستان او قرغزستان سره سیالي کوي.