روسيه: چمتو يې چې د ۶۰۰۰ اوکرايني سرتېرو جسدونه ورکړو

روسيه: چمتو يې چې د ۶۰۰۰ اوکرايني سرتېرو جسدونه ورکړو


  • 1 اونۍ دمخه (11/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 85

 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، هېواد يې چمتو دی چې د هغه ۶ زره اوکرايني سرتېرو جسدونه اوکراين ته وسپاري چې جګړه کې وژل شوي دي.

د دغه سرتېرو د تبادلې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ دويم پړاو مذاکراتو کې شوې وه.

روسيې هيله ښودلې چې اوکراين هم ورته اقدام وکړي او د روسي سرتېرو جسدونه ورته وسپاري.

بايد ياده شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې دوه پړاوه مذاکرات شوي، خو تراوسه دواړو هيوادونه يوازې همدې توافق ته رسیدلي چې يرغمل شوي ازاد او جسدونه يو بل ته وسپاري.