هالو ټرسټ: افغانستان کې ۶،۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي

هالو ټرسټ: افغانستان کې ۶،۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي


  • 1 اونۍ دمخه (11/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 192

د ماین پاکۍ نړیواله موسسه هالو ټرسټ وایي، په افغانستان کې دا مهال ۶،۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

هالو ټرسټ افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو له اړخه یو له تر ټولو ککړ هېواد بللی او اندېښنه یې ښودلې چې دا ستونزه به په یوه هېر شوي بشري بحران بدله شي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د ماینونو پاک‌کارۍ په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماین پاکۍ نړیواله موسسه هالو ټرسټ وایي، په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۸ کال راهیسې یې له ۱۴۰۰ څخه زیاته کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو څخه پاکه کړې ده.