په پنجشېر کې په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي

په پنجشېر کې په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي


  • 1 اونۍ دمخه (10/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 215

په پنجشېر ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. 

د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو اېکوا  ډوله موټر له سړک څخه وتلی او له ۱۰۰ مترو لوړوالي لاندې غورځېدلی دی. 

د هغه په وینا، مړه شوي کسان د هرات ولایت اوسېدوونکي او د یوې کورنۍ غړي دي چې د تفریح لپاره پنجشېر ته تللي وو.

د یادونې وړ ده چې هر کال په افغانستان کې د رخصتیو په ځانګړې توګه، د اختر په ورځو کې ټرافیکي پېښې زیاتېږي.

د دې ډېری ټرافیکي پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل کېږي.