د پوهنې وزارت یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی

د پوهنې وزارت یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی


  • 1 اونۍ دمخه (10/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 109

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د مرستيال سخاء‌الله سعيد په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوي د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته سفر کړی دی.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغان پلاوی به په دې کنفرانس کې نړیوال وهڅوي چې د افغانستان د تعليمي نظام د کمیت او کیفیت په ښه کولو کې برخه واخلي.

حمزه زیاتوي چې یاد پلاوی به د ځینو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره هم وګوري او د پوهنې په برخه کې به د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره یکشنبه، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي هم د پوهنې وزیرانو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره کازان ښار ته سفر کړی و.

دا کنفرانس د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو د پوهنې وزیرانو او چارواکو په ګډون سره ترسره کېږي.