د کليفورنيا والي: ټرمپ د يو دکتاتور چلند کوي، نه د يو ولسشمر

د کليفورنيا والي: ټرمپ د يو دکتاتور چلند کوي، نه د يو ولسشمر


  • 1 اونۍ دمخه (09/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 147

 امريکا کې د کډوالو په ملاتړ او د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان چې له مخې يې کډوال له دغه هېواد باسي، لاريونونه پيل شي.

دغه لاریونونه چې د کليفورنيا په لاس انجلس کې پيل شوي، د غلي کولو په موخه يې ټرمپ ملي ګارډ هم لېږلی دی.

د کليفورنيا ايالت والي او ځينو نورو چارواکو د ټرمپ دغه اقدام غیر قانونی بللی او ادعا يې کړې چې ټرمپ د يو ديکتاتور په څېر چلند کوي.

ورته مهال د لاس انجلس ښاروال ويلي، ټرمپ دلته د ملي ګارډ په استولو حالات لا هم ترينګلي کړي دي.

لاس انجلس کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کډوالو په ملاتړ لاريونونه روان دي.