د کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کېږي

د کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کېږي


  • 2 اونۍ دمخه (03/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 250

د کابل ژوبڼ له اوسني ځای څخه یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته لېږدول کېږي.

د کور او ښار جوړولو، کرنې، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ استازو د ژوبڼ د لېږدولو په اړه ګډه غونډه کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر، حمدالله نعماني له قوله ویل شوي چې دا اقدام په کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو د زیاتولو په هدف کېږي. 

د یادونې وړ ده چې د کابل ژوبڼ په ۱۳۴۶ هجري لمریز کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و او یو مهال د آسیا په کچه تر ټولو لوی ژوبڼ بلل کېده.

اوس مهال په دغه ژوبڼ کې بېلابېل حیوانات ساتل کېږي او هره ورځ ګڼ شمېر کورني او بهرني سېلانیان ترې لیدنه کوي. 

که څه هم تر اوسه د ژوبڼ لپاره نوی ځای نه دی ټاکل شوی؛ خو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، تمه ده چې نوی ځای به د لوی اختر له تېرېدو وروسته په راتلونکې اوونۍ کې مشخص شي.