د هراف – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په لومړي ځل له فرانسې څخه د سوداګریزو توکو محموله افغانستان ته را ورسېده.
د هرات د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ويلي، په دغه محموله کې اته واګونه وچې شېدې بار وې، چې روزنک تمځای ته لېږدول شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وروستیو کې د هراف – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د هرات د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان د صادراتو بهیر د همدې اوسپنې پټلۍ له لارې ایران، ترکیې او اروپا ته په منظم ډول دوام لري.