د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان نن تهران کې يوې غونډې ته ويلي دي چې د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ که له يوې خوا د سولې خبرې کوي، خو له بلې خوا بیا تهديدونه هم کوي.
نوموړي ويلي، ټرمپ چې د ايران په تړاو کومې څرګندونې کوي، پرته له دې پرې د ايران خلک هیڅ باور نکوي.
پزشکيان دغه راز ويلي، له امريکا سره خبرو ته ادامه ورکوي، خو نه ګواښونو يې ډار لري او نه د جنګ غوښتونکي دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور پړاوه خبرې پای ته رسېدلې دي.