د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، روسیه کې د کازان ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم پرانستغونډه ترسره شوې ده.
سرچينې ويلي، اقتصادي مرستيال په دغه غونډه کې ويلي، افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي او بهرني هیوادونه کولای شي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدې حال کې روسيې هم ويلي، د يو با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او کابل سره د سوداګريز مرکز پر جوړېدو یې هم هوکړه کړې ده.
د يادونې ده چې په ياده غونډه کې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او پانګونې په اړه خبرې شوي دي.