د تدارکاتو کمېسیون د ۲،۵ میلیارد افغانیو پروژې منظور کړي

د تدارکاتو کمېسیون د ۲،۵ میلیارد افغانیو پروژې منظور کړي


  • 1 مياشت دمخه (16/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 71

 

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۵ میلیارد افغانیو په لګښت اته پروژې منظور کړي دي. 

دغه معاونیت په یوه خبرپاڼه لیکلي، چې نننۍ غونډې ته د منظورۍ په پار ۲۹ پروژې وړاندي شوې وې، چې له جملې یې اته منظور، دوه لغوه، ۱۳ تعدیل او شپږ نورې د بیا کتلو په موخه اړوندې کمېټې ته ورکړل شوې؛ ترڅو له بیا ارزولو وروسته یې بېرته دغه کمېسیون ته وړاندې کړي. 

په خبرپاڼه راغلي، چې په منظور شویو پروژو کې د کابل- کندهار لویې لارې بشپړولو، د کابل طبي پوهنتون د علي آباد روغتون د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز د پاتې کارونو بشپړولو، د کندهار ولایت په باغ پل سیمه او دامان ولسوالۍ کې د ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو، د یاد ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي. 

سرچینه زیاتوي، چې د دغو پروژو مالي ملاتړ سرپرست حکومت ورکوي او په پلې کېدو کې به یې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تر دې وړاندې هم د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی و، چې د تدارکاتو کمېسیون د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسې د ۷۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړي دي.