د هوايي دهلېز له لارو ۲۹۲ میلیونه ډالره سوداګري شوې

د هوايي دهلېز له لارو ۲۹۲ میلیونه ډالره سوداګري شوې


  • 1 مياشت دمخه (16/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 60

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسې یې له ګڼو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارو ۲۹۲ میلیونه امریکایي ډالره سوداګري کړې ده. 

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، دغه سوداګري د کندهار، بلخ او کابل نړیوالي هوايي ډګرونو له لارو شوې، چې ۱۲۵ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادارت او پاتې ۱۶۷ میلیونه ډالره واردات له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته شوي دي.

جواد زیاتوي، چې دغه راکړه ورکړه له چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ادرن، هسپانیې، انګلستان، جرمني، اندونیزیا، جنوبي افریقا، انګلستان، امریکا متحده ایالتونو، اتریش او ځینو نورو هېوادونو سره شوې ده.