ایران کې یو افغان اعدام شوی

ایران کې یو افغان اعدام شوی


  • 1 مياشت دمخه (15/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 80

د ایران د بشري سازمان (اهنګرو) خبر ورکوي، چې د ایران حکومت د شېراز ښار په مرکزي زندان عادل آباد کې یو افغان په دار ځړولی دی. 

نوموړي سازمان تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه افغان تېره یک شنبه له خپلي کورنۍ خبرولو پرته د نشه يي توکو په تور اعدام شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د ذکي ذاکري په نوم دغه افغان د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکی و او دوه کلونه وړاندې په یاد هېواد کې د نشه يي توکو په تور نیول شوی و. 

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې هم دغه هېواد د جنسي تېري په تور دوه تنه افغانان په دار کړل.